<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-11-23 10:16:32    
پاکستان هغه هيله څرګنده کړه چی له هند سره په سوله ايزو لارو چارو سره خپل منځی ټولې مسئلې حلې کړی.

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی د نوامبر په ٢٢مه نيټه د پاکستان حکومت دا تائيده کړه چی پاکستان به له هند سره په سوله ايزو لارو چارو خپل منځی ټولې مسئلې حلې کړي.

علاوه پر دې په همدې ورځ د پاکستان د خارجه وزارت نطاق مسعود خان هم وويل چی د پاکستان صدر اعظم شوکت عزيز به د نوامبر په ٢٣ مه نيټه هند ته په خپل دوه ورځنی سفر پيل وکړی.

مسعود وويل چی اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو خبرو اترو لومړی مرحله ختمه شوه او دوهمه مرحله به ژر پيل شی. په دغه مهم وخت کی به عزيز هند ته سفر وکړی. پاکستان هيله لری چی په دوامداره توګه له هند سره خبرې اترې وکړي او متقابل اعتماد قايم کړي، د سوله ايزو لارو چارو په واسطه د کشمير په شمول د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې مسئلې حل و فصل کړي.