<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-11-23 18:23:32    
ښځې بايد په سوله ساتونکو کارونو کي مهمې دندې په غاړه واخلي

cri

د م م سرمنشي کوفي انان د اکتوبر په ٢٨ مه نيټه امنيتې شورا ته په يوه وړاندي شوي رپوټ کي دی ته اشاره وکړه چه ښځې کولي شي چه د کشالو د مخنيوي او د سولې د ساتلو په کارونو کي مهم رول ولوبوي ، خو ددوي لازم نقش په درنه سترګه نه کتل کيږي ٠

په رپوټ کي ويل شوي چه د ښځو ، سولې او امنيت د موضوعاتو په باب د م م د امنيتي شورا د ١٣٢٥ م لمبر فيصلې د تصويبيدو د څلورو کالو راهيسي ، بينالمللي ټولنې په ښځو باندی د کشالو د اغيزې او د سولې د بيا ابادۍ په بهير کي د ښځو د نقش په باب لا زيات مشترک نظريات درلودلي دي ٠ اوس د م م له ١٧ سوله ساتونکو فوځونو څخه په لسو کي د نارينه وو او ښځو د توپيرونو د موضؤع په باب يوه مشاوره شته ، خو څلور کاله دمخه په ټولو سوله ساتونکو فوځونو کي يوازي دوو تنو داسي مشاورينو کار کاوه ٠

د خبر له مخي ، د روان کال د اکتوبر ٣١ مه نيټه د ښځو ، سولې او امنيت د موضؤعاتو په باب د م م د امنيتي شورا د ١٣٢٥ م لمبر د فيصلې د تطبيق له څلورمی کاليزې سره مصادفه وه ٠ ددې فيصلې د تطبيق له امله ، ښځې نور نو يوازي د زورزياتۍ او وسله والو شخړو تاوان ليدونکي نه دي ، بلکي د سولې جوړونکي هم

دي ٠ په دي فيصله کي د کشالو د مخنيوي او حلولو او د سولې د بيا ابادولو په بهير کي د ښځو مهم رول تکرار شوي او دا خبره هم تاييده شوي ده چه د سولې او امنيت د ساتلو او پرمخبيولو په ټولو کوششونو کي د ښځو مساوي برخه اخيستنه ډير اهميت لري او بايد د کشالو د مخنيوي او حلولو لپاره د فيصله کولو په برخه کي د ښځو نقش تقويه کړي شي ٠

په فيصله کي ويل شوي چه په ښځو او نجونو باندي د وسله والو کشالو د اغيزي معلومول او ددوي د حمايه کولو او په سوله ايز بهير کي ددوي د پوره برخې اخيستلو لپاره د مثبت ميکانيزم جوړول د بينالمللي سولې او امنيت د ساتلو او پرمخبيولو لپاره زياته ګټه لري ٠ فيصلې له غړو هيوادونو نه غوښتنه وکړه چه بايد د کشالو د مخنيوي ، اداره کولو او حلولو لپاره د هيوادونو ، سيمو او بينالمللي ارګانونو او ميکانيزم په ټولو فيصله کوونکو ډلو ټپلو کي د ښځو شمير زيات کړي او په عين حال کي بايدد م م د ښځو او ماشومانو د صندوقونو په شمول د سازمانونو له خوا د نارينه وو او ښځو د توپيرونو په باب د موضوع څيړلو ته لا زيات مالي ، تخنيکي او او نورې لازمې مرستې ور کړي ٠ فيصلې د م م له سرمنشي څخه هم غوښتنه کړيده چه بايد د م م په عملياتو کي په تيره بيا د نظامي کتونکو ، غير نظامي پوليسانو ، د بشري حقوقو او انسان دوستۍ د کارکوونکو په حيث د ښځو رول او خدمت پراخ کړي ٠ فيصلي له ټولو مربوطو عملي کوونکو نه هم غوښتنه کړي چه د خبرو اترو کولو او د سوله ايزې موافقې د اجرأ کولو په وخت کي بايد د نارينه وو او ښځو د توپيرونو په باب نظريه غوره کړي ، د ښځو او نجونو د بيرته انتقالولو ، بيا تنظيم کولو ، ټولنې ته ددوی د بيا داخليدو او د کشالو نه وروسته په بيا ابادۍ کي

ددوي خاصو اړتياوو ته توجه .واړوي او د تدابيرو په نيولو سره دي د ښځو او نجونو بشري حقوق په تيره بيا د اساسي قانون ، انتخابي نظام ، پوليسي چارو او د عدليي په برخو کي ددوي حقوق تامين اوور ته درناوي وشوي ٠