<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-11-23 18:45:00    
د ايدزد ناروغی په ويروس اخته شويو ٣٠ تنو ميندو روغ ماشومان زيږولي دي

cri

په دی وروستيو وختونو کي ، د چين د يون نان ولايت په مرکز کون مينګ ښار کي د ايدز ناروغي په ويروس د اخته شويو ٣١ تنو ميندو څخه ٣٠ تنو په کامياب ډول روغ ماشومان زيږولي او يوازې يوې مور يي د ايدزد ناروغي ويروس خپل ماشوم ته خپور کړيدی ٠ دا برياليتوب د ميندو د شمير او د کاميابۍ د ميزان له لحاظه په چين کي بي ساري دی او په نړۍ کي هم لږ ليدل کيږي ٠ له دي نه څرګنده شوي چه چين له ميندو نه ماشومانو ته د ايدزد ناروغي د ويروس د مستقمې خپرونې د مخنيوۍ په څيړنوکي ستر برياليتوب تر لاسه کړيدی ٠

د ايدزد ناروغي ليږدول دري شکلونه لري چه د وينو ليږدونه، جنسي اړيکي او له ميندو نه ماشومانو ته ليږدونه ده ٠ د مربوطو رپوټونو له مخي ، هغې ميندې چه د ايدزد ناروغۍ په ويروس اخته شوي ، د ماشومانو د زيږولو په وخت کي په سلو کي له ٤٠ نه تر ٨٠ پوري امکان لري چه د ايدزد ناروغي ويروس ماشومانو ته انتقال کړي ٠

دغه برياليتوب د ايدزد ناروغي په ويروس د اخته شويو ميندو او ددوي د کورنيو لپاره ښه زيری دی ٠ د ايدزد ناروغي په ويروس د اخته شويو ٣١ تنو ميندو څخه ٣٠ تنو روغ ماشومان زيږولي چه ميزان يي په سلو کي ٩٦ اعشاريه ٧٧ دی چه دا په ښه توګه د ايدزد ناروغۍ د ويروس د معلومولو او ور باندی د بري موندلو په برخه کي

بشر ته ډيره ښه ازموينه او تجربې برابرې کړيدي ٠

هان په ١٩٩٧ کال کي ، د کون مينګ د طبي ټولنې ددې موضوع په څيړلو پيل کړيدی ٠ د ايدزد ناروغي په ويروس اخته شوي نوموړي ٣١ تنه ولادي ښځې اکثرأ د کون مينګ له سيمې نه راغلي او ددی موضؤع په څيړلو کي ګډون کوونکو داکترانو د ٣١ تنو ښځو د ناروغی حالت تعقيب کړي چه تر ټولو نه اوږد وخت يي دري کاله وو ٠