د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د چين د خارجه چارو د وزارت نطاقې جانګ چی يوې د نوامبر په ٢٣ نيټه په مطبوعاتی غونډه کښی د يوه خبريال پوښتنې ته د ځواب ورکولو په تهير کښی وويل چه چين د هند او پاکستان ترمنځ د عالی مقاماتو د تماسونو او هراړخيز ديالوګ د ساتل کيدو په مناسبت خوښی څرګندوی او ورڅخه ملاتړ کوی٠
نطاقې جانګ چی يوې وويل : دا چه پاکستان او هند له سوله ايزې لاری خپل منځی شخړې او اختلافات ليری کوی، متقابل اعتماد ته زياتوالی ورکوی او خپل منځی خړپړتيا ته کمښت ورکوی ، د جنوبی اسيا د سيمه ايزې همکارۍ د سويې د لوړيدو دپاره ګټوره ده او د دی سيمې د سولې، ثبات او انکشاف دپاره هم ګټه لری٠