د چين د بين المللي راډيو د خبر له مخې د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز د نوامبر په در ويشتمه نيټه د هند مرکز نوي ډيلي ته ورسيد او هند ته په خپل دوه ورځني سفر يي پيل وکړ ٠ د سفر په وخت کې به دواړه مشران به د هند او پاکستان ترمنځ د هراړخيز ديالوګ د بهير د اړوندو مسئلو او د دواړو هيوادو پر روابطو باندې اغيزمنو مهمو مسئلو په باب مشوره وکړي ٠ شوکت غزيز د ديارلس کالو نه راهيسي د پاکستان لړمړي صدراعظم دي چه هند ته سفر کوي ٠ د خبر له مخې د کشمير مسئله ، د ايران ، پاکستان او هند ترمنځ د طبيعي ګاز د لينونو پروګرام به د معمو مسئلو په توګه د دواړو مشرانو ترمنځ په خبرو اترو کې تر بحث لاندي راشي ٠
|