دا د پښتو د ادبياتو د تاريخ دوهم ټوک دی چه په ١٣٢٤ه ش کال کی پياوړی مولف عبدالحی حبيبی په لومړی ټوک پسی ليکلی او په ١٣٢٩ه ش کی د کابل په ګڼو کی پرله پسی خپور شوی دی .
د پښتو ټلنې د ادبياتو د څانګې ښاغلی مدير محمد حسن ساپی له کابل مجلو نه راغونډ کړ او اوس د کتاب په صورت ښاعلو لوستونکو ته د استفادې دپاره وړاندی کيږی .
د دې کتاب لومړی ټوک په ١٣٢٠کی د ادبياتو د پوهنځی له خوا د درسی کتاب په حيث چاپ او په درس کی شامل شو .
ښايی چه د دې ټوک په خپريدو هغه درسی سلسله پراختيا ومومی او د ادب محصلينو ته هم ډير ګټور ثابت شی .
دا ټوک د اسلام له لومړيو وختونو تر ١٠٠٠ه پوری د پښتو ادب رنګ او ډول ښيی او د مستندو تاريخی واقعاتو په رڼا کی ليکل شوی دی .
د باريخی څيړنو او پلټنو په لحاظ دا کتاب ډير مهم دی او په ډيرو مهمو ټکو رڼا اچوی . د ادبی تحليل برخه يې هم د اعتنا وړ ده چه مولف پکی د ښه حق خاوند او حقوار ګڼلی شو ، مګر تاريخی څيړنې يی پر ادبې څيړنو درنې او مهمې دی .
په اوسنی وخت کی چه ماخذونو او مدارکو نيمګړتيا ته ګورو او دغه حال په نظر کی نيسو ، بايد ووايو چه د مولف څيړونکی طبيعت او د ډيرې مودې تاريخی مطالعاتو ده ته د دغو اثارو په ليکلو له نورو نه و وړانې والی او قدامت حق ورکړی او د پښتو په علمی او ادبی پالنه کی يی د ډيرې ښې برخې خاوند کړی دی .
د افغانستان د ځينو ژبو اولهجو قاموس
پښتو ټلنې د خپل تاسيس له وخته تراوسه ډير کتابونه چاپ کړيدی چه ضرورت او اخميت په لحاظ ځينې ښه او ځينې ډير ښه دی .
دا کتاب له هماغه کتابونو څخه دی چه د پښتو ټولنې له مرام سره ټينګ او نژدی تعلق لری او د کيفيت په لحاظ ورته ډير ښه ويلی شوو .
په دې کتاب کی د افغانستان د اريايی ژبو ډير لغاتونه راغونډ شويدی چه لوستونکی د دې هيواد له څو ژبو سره اشنا کوی او سربيره په په دې له هغو کسانو سره هم ښه مرسته کوی چه د ژبو نيلې او ريښې پلټی او په ژبنيو څيړنو بوخت دی .
مونږ د دې کتاب مرحوم او فاضل مولف شاه عبدالله بدخشی او د هغه ملګرو ته په ډير ښه او درانه نظر ګورو چه دغه ښه او مهم اثر يی مونږ ته پريښی دی . د دې کتاب په بشپړتيا او تکميل کی د پښتو ټولنې د لغاتو د څانګې او ځينو نورو غړو څه موده زيار ويوست چه د پښتو ژبې لغات يی ورسره زيات کړه او د دغې اضافې په وجه د کتاب قيمت او اهميت نور هم زيات شو.
څنګه چه مرحوم مولف د کتاب په مقدمه کی ليکلی دی د پاميری ژبو په لغاتو او کلماتو کی ځينې داسی توری شته ، چه په فارسی کی نشته او په پښتو کی شته لکه ( ټ څ ځ ډړږښ ڼ ) په همدغه وجه دغه پښتو توری د دې قاموس په ليکلو کی په کار شوی دی او ددغو تورو وجود داښ يی چه پښتو ژبه او دغه ژبې په اصل کی ډيرې نژدی دی او غږونه يی يو بل ته ورته دی ، ډير ښه وشوه چه د پښتو ټولنې له خوا په دغه قاموس کی پښتو لغات هم زيات کړی شوه او د ژبو د مقايسې او پرتلی دپاره زمينه ښه مساعده شوه .