<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-11-24 19:06:24    
په بيجينک کې دهستوګنځيو په نسبت د اوسيدونکو انتخابونه زبات شوي دي

cri

په دي وروستيو وختونو کې زمونږ خبريال په بيجينګ ګې د هستونګنځيو له يو نندارتون څخه خبر اخيستي دي چه هغه هستوګنځي چه د بيجينګ په اطرافو کې واقع دي ، د ډيرو مشتريانو توجه ځان ته راجلبه کړې ده ٠ پخوا عمومأ خلکو هغه هستوګنځي انتخابول چه په ښاري سيمه کې يي موقعيت درلود ، ځکه دا ډول هستوګنځي د ژوند او کار له پاره ډيرې اسانتيا وي درلودي ٠ خو اوس د چين د اقتصاد په چټګې پرمختيا سره په بيجيتګ کې ترانسپورتي چارو ډيره چټکه پرمختيا موندلې ده ٠ په دي وروستيو کلونو کې په بيجينګ ښار کې ډير نوي پاخه او اساسي سړکونه او ميترو جوړ شوي او د بيجينګ د اوسيدونکو د ژوند او کار له پاره يي ډيري اسانتياوي برابري کړي دي ٠ نو اوس په بيجينګ کې مخ په زياتيدونکي خلک هغه هستوګنځي انتخابوي چه د ښار په اطرافو کې يي واقع دي ٠مثلأ ښاغلي جن د بيجينګ د شمالي اطرافو د حوي لونګ ګوان په اوسيدونکي سيمه کې اوسيږي ، خو د کار ځاي يي په ښاري سيمه کې دي او د کور او د کار د دواړو ځايونو ترمنځ شل کيلو متره فاصله موجوده ده ٠ که څه هم د دواړو ځايونو ترمنځ فاصله ډيره ليري ده ٠ خو دده په نظر دا دده د ژوند له پاره کومې ستونزي نه دي رسولي ٠ هغه وويل چه د ميترو په واسطه کار ته تلل زما له پاره ډير مساعد دي ٠ بر سيره پر دي د نرخونو له نظره دښاري سيمې د هستوګنځي په نسبت د اطرفو هستوګنځي ارزان دي ، نو د بيجينګ د اطرافو هستوګنځي د مخ په زياتيدونکو خلکو توجه راجلبه کړې ده ٠ ښاغلي جيان د بيجينګ په يو شرکت کې کار کوي ، هغه چمتو دي چه د بيجينګ په اطرافو کې هستوګنځي واخلي ٠ هغه ځکه په اطرافو کې هستوګنځي اخلي چه د اطرافو هستوګنځي عمومأ ارزانه دي ٠ هغه خبريال ته وويل چه په اطرافو کې نه يوازي هستوګنځي ارزانه دي ، بلکه ترانسپورتي اسانتياوي هم لري او د چاپيريال هوا يي هم ښه ده ٠ نو زما پر ژوند باندې کومه ناوړه اغيزه نه لري ٠

د ړواند تحقيقت له مخې په دي وروستيو کلونو کې اوس د بيجينګ له هغو وګړو نه چه کور يي د کډه کيدو په حال کې دي ، په سلو کې نوي برخه د بيجينګ اطرافو ته کډه کوي ٠ د بيجينګ ښار د پلانيزي کميټې مسؤل ښاغلي چن جيان جون وويل چه له دي امله چه په ښاري سيمه کې نفوس ډير زيات دي ، نو د ښاري سيمې پر ترانسپورتي چارو او د ژوند پر چاپيريال باندې يي زيات فشارونه اچولي دي ، دغه راز دي کار د بيجينګ ښار د تاريخي اثارو د ساتنې کارونو ته ډيرې ستونزي هم رسولي دي ٠ نو ځکه حکومت اوسيدونکي تشوقوي چه له ښاري سيمې نه اطرافو ته کډه وکړي ٠ همداشان حکومت د بيجينګ په اطرافو کې د هستوګنځيو د جوړيدو په همکارۍ د سړکونو ، پوهنې ، سپورتي تاسيساتو ، دچاپيريال د سمسورولو او د اوسيدونکو د ساتيري ځايونو د ابادولو له پاره زيات بشري او مادي قوت اچولي دي ٠ په بل عبارت د بيجينګ د اوسيتونکو د ژوندانه د سويي په اوچتيدو ، د بيجينګ د سړکونو او ترانسپورت د سيستم په بشپړيدو او د شخصي موټرونو په زياتيدو سره د خلکو له پاره د خپل ژوند د چاپيريال د ازاد انتخابولو ساحه به لا پراخه شي ٠