<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-11-24 20:09:34    
افغانستان به د خارجی يرغملو د نيولو د نورو پيښو د مخنيوۍ دپاره لا زيات تدبيرونه ونيسی

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د افغانستان د انتقالی اسلامی دولت رئيس حامد کرزی د نوامبر په ٢٤ نيټه په دی مناسبت چه د ملګرو ملتو دری تنه کارکوونکی په سالمه توګه خوشی شوی، خوښی څرګنده کړه او ويی ويل چه د افغانستان مربوطې خواوې به د مشابه پيښې د بيا پيښيدو د مخنيوۍ دپاره لا زيات تدبيرونه ونيسی ٠

رئيس حامد کرزی په همدی ورځ په جمهوری ماڼۍ کښی د ملګرو ملتو له نوموړو درو کارکوونکو سره کتنه وکړه کوم چه له خطر څخه بچ شوی او کابل ته بيرته راغلی دی٠ هغه له کتنې نه وروسته وويل چه تښتوونکو چه له افغانانو سره مرسته کوونکی خارجيان يی وتښتول ، د افغانستان د خلکو له ميلمه پالوونکو عنعناتو څخه سخت تيری کړيدی، ټولو افغانانو د دوی دغه ناوړه عمل سخت وغانده او وبه غندی٠