<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-11-25 12:35:20    
هند او پاکستان د خپل منځی شخړو د ليری کولو او د همکارۍ د پياوړی کولو دپاره کوششونه کوی

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د هند صدراعظم مانموهان سينګ د نوامبر په ٢٤ نيټه په نوی ډيلی کښی د پاکستان له صدراعظم شوکت عزيز سره خبرې اترې وکړې او د دوه اړخيزو روابطو او سيمه ايزې همکارۍ په باب موضوعاتو باندی يی بحث وکړ٠ د څيړونکو شخصيتونو په نظر د هند او پاکستان له وروستيو خبرو اترو څخه دا څرګنديږی چه دواړه هيوادونه د خپل منځی شخړو د ليری کولو او د همکارۍ د پياوړی کولو دپاره کوششونه کوی٠

د دواړو هيوادونو د صدراعظمانو ترمنځ خبرو اترو په صميمانه او دوستانه فضا کښی د پنځه څلويښتو دقيقو دپاره دوام درلود ، دواړو خواوو د دوو هيوادونو د هراړخيز ديالوګ له بهير څخه رضايت څرګند کړ او دا هيله يی وښودله چه په مداومه توګه به دا بهير پرمخبوزی٠ د کشمير مسئله د شوکت عزيز او مانموهان سينګ د خبرواترو له مهمو ټکو څخه وشميرل شوه٠ شوکت عزيز په خبرواترو کښی دا څرګنده کړه چه د کشمير مسئله د يوې حساسې مسئلې په توګه پر دوه اړخيزو روابطو باندی اغيزه اچوی ، نو بايد د هغې حل ته لومړی اهميت ورکړی٠ خود هند خوا پر دی نظر باندی ټينګار وکړ چه بايد د کشميرد مسئلې په شمول د دوه اړخيزو روابطو ټول موضوعات حل کړی شی٠

د نفتو د وزير په شمول د پاکستان شپږ تنه وزيران هند ته د صدراعظم شوکت عزيز د سفر ملګری دی٠ د ايران ، پاکستان او هند ترمنځ د ګاز د پايپ لين د غزولو په باب احتمالی  پروګرام هم د دواړو خواوو د خبرواترو له محتوياتو څخه وشميرل شو٠ ايران ، هند او پاکستان په ١٩٩٤ کال په نوی ډيلی کښی له پاکستان څخه د ايران او هند ترمنځ د ګاز د پايپ لين د غزولو په باب موافقې ته ورسيدل٠ د دی پايپ لين عمومی اوږدوالی به دوه زرو اوو سوو کيلومترو ته ورسيږی او له دی جملې څخه اووه سوو شپيته کيلومتره به په پاکستان کښی وغزيږی ٠ د کشمير د مسئلې په باب د هند او پاکستان د سختې شخړې او اختلاف په اثر نوموړی پلان تر اوسه پوری لا هم ندی تطبيق شوی٠ په تير سپتمبر کښی د ملګرو ملتو د عمومی اسامبلې په موده کښی د هند صدراعظم مانموهان سينګ او د پاکستان جمهوررئيس مشرف په نيويارک کښی تاريخی اهميت لرونکی خبرې اترې وکړې او له دی سره يی موافقه څرګنده کړه چه دواړه هيوادونه به په دقت سره د اقتصادی همکارۍ په باب موضوعاتو باندی مشوره او بحث وکړی چه په دی جمله کښی به د ګاز د دی پايپ لين د غزولو په باب د مسئلې ژر تر ژره حل وفصل شامل وی٠ بايد وويل شی چه د نوموړی بين المللی پايپ لين غزول د دريواړو هيوادونو ته ګټه رسولای شی٠ د ايران دپاره دا پايپ لين به د هغه هيواد د غنی طبيعی ګاز له صادريدو سره مرسته وکړی تر څو چه پر ايران باندی د امريکې اقتصادی تعزيرات مات شی ٠ د هند دپاره چه ګاز ته د اړتياوو په سلو کښی اويا برخه يی له خارج څخه وارديږی ، دا پايپ لين به له هغه هيواد سره د ثابتې انرژۍ د ترلاسه کولو په برخه کښی مرسته وکړی او هر کال هند د دری سوو مليونو امريکايی دالړو په اندازه د ګاز د حمل ونقل لګښت هم سپما کړای شی ٠ دغه راز پاکستان به د نوموړی پروګرام د ترسره کولو له لاری هر کال د شپږ يا اته سوو مليونو امريکايی دالړو په اندازه د ګاز د تيريدو فيس ترلاسه کړی ، علاوه له دی نه پاکستان پخپله هم دی ته ضرورت لری چه د دی پايب لين له لاری له يوې اندازې  ګاز څخه استفاده وکړی٠

ځينو څيړونکو شخصيتونو دی ته اشاره وکړه چه که د دی بين المللی پايپ لين غزونه بشپړه شی، نه يوازی به د هند او پاکستان ترمنځ د روابطو خصلت بدل شی ، بلکه د جنوبی اسيا د ټولې سيمې پر جعرافيايی سياست او په أسيا کښی د انرژۍ د وارديد او صادريدو د لارو پر تنظيماتو باندی به ډيره ستر اهميت لرونکی اغيزه واچول شی٠

برسيره پر دی د هند او پاکستان صدراعظمانو په خبرو اترو کښی د پاکستانی کشمير او هندی کشمير ترمنځ د عمومی بسونو د کرښی د پرانيستلو په باب مسئلې باندی هم بحث وکړ او له دی سره يی موافقه څرګنده کړه چه دواړه هيوادونه به د دغو دوو ځايونو د خلکو تګ راتګ ته د اسانتيا د برابرولو دپاره ژر تر ژره د عمومی بسونو کرښه پرانيزی ٠ عامه افکار هم دی ته متوجه دی چه د دوو صدراعظمانو په خبرو اترو کښی شوکت عزيز مانموهان سينګ ته بلنه ورکړه چه پاکستان ته  مسافرت وکړی  او سينګ دا بلنه ومنله ٠

د څيړونکو شخصيتونو په نظر د هند او پاکستان د صدراعظمانو ترمنځ له وروستنيو خبرو اترو نه څرګنديږی چه دواړه هيوادونو د خپل منځی روابطو د ښه کولو په بهير کښی هم اختلافونه لری او هم همکارۍ لری ، خو دواړه هيوادونه د شخړو د ليری کولو او د همکارۍ د پياوړی کولو دپاره کوششونه کوی چه دا نه يوازی د دواړو خواوو د اقتصادی او تجارتی همکارۍ د ګام په ګام  پرمختګ  دپاره ګټوره دی ، بلکه د د دواړو هيوادونو ترمنځ د خړپړتيا پر له پسی کميدو ته هم ګټه لری٠