د چين د بين المللی راډيو دخبر له مخی د پاکستان نظامی قواوو دنوامبر په ٢٥ نيټه اعلان وکړچی د پاکستان نظامی قواوو د افغانستان سرحدونو ته نژدی په جنوبی وزيريستان کی د ترهګرود روزنی ټول کمپونه ويجاړ کړی دی.
د پاکستان د صوبه سرحد ايالت په مرکز پيشاور کی د ميشته شوی نظامی قواوو مشرتورن جنرال قوماندان صفدر حسين د نوامبر په ٢٥ نيټه ماښام وويل د وروستيو نظامی تصفيې عملياتونه وروسته په جنوبی وزيريستان کی دتروريستانود روزنی ټول کمپونه ويجاړ شوی دی.د پاکستان حکومت به هغه وسله وال عناصر وبخښی چی په خپله خوښه محلی مقاماتو ته خپل نوم معرفی کړی،مګر عبدالله مسعود په هيڅ وجه دبخښولو وړ نه دی چی په اکتوبرکی د چينی انجنيرانو د تښتولو په پيښه کی اصلی مجرم ګڼل کيږی.