رمز – وانګ جانی ، زمونږ راډيويی سيالی ٤ م مضمون هم دا دی خپور شو او له اوريدونکو څخه دا هيله کوو چه خپل ځوابونه ډير ژر مونږ ته راوليږی ٠
تر څو په سيالی کښی د ګډون حق ترلاسه کړی ٠ که چيری له ټاکلی نيټی يعنی د روان کال د نوامبر د مياشتی ترپاي نه وروسته ددوی ليکونه او پوښتنو ته ځوابونه مونږ ته راورسيږی نو په سيالی کښی به د ګډون له حق څخه بی برخی شی ٠
وانګ – ګرانو اوريدونکو ، اوس به راځۍ چه مونږ سره يو ځای يوه پښتو سندره واوری ٠
( پښتو سندره )
رمز – ګرانو اوريدونکو – اوس د مونږ او اوريدونکی خپرونه په همدی ځای پای ته ورسيده ٠ مونږ يو وار بيا هيله کوو چه ګران اوريدونکی په دی سيالی کښی پوره کاميابی ترلاسه کړی ٠ ستاسو د کاميابی او خوشحالۍ په هيله ٠