<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-11-26 19:41:53    
د ايدز ناروغي لرونکو يتيمانو د نوي ژوند کور

cri

په ١٩٩٤ کال کي ، د بيلا بيلو هيوادونو نه راغلو څو تنو شخصيتونو د کينيا په مرکز نيروبي کي د نوي ژوند کور جوړ کړ څو چه د ميندو او پلرونو له خوا پريښودل شوي ايدز ناروغي لرونکي ماشومان او يتيمان ومني ٠

د کينيا د مرکز نيروبي ښار د يوه ارام واټ په اړخ کي د نوي ژوند د کور د نښې لوحه ولاړه ده ٠ د مازيګر په ٣ بجو ، هغه ماشومان کله چه د غرمې له خوب نه راپاڅيدل ، په عادت سره د ميوو شربت د څښلو نه وروسته د نرسانو او ځينو داوطلبانو په بدرګه په خوشحالۍ سره په انګړ کي يي لوبه پيل کړه ٠ يقين نشته چه دلته د ايدز د ناروغي لرونکو يتيمانو کور دی ٠

د غربت او نورو علتونو له امله د ماشومانو د پريښودلو خاطره په کينيا کي نسبتأ زيات ليدل کيږي ، په تيره بيا هغه ماشومان چه د زيږيدو نه وروسته د ايدز ناروغي ويروس لري ، هم د پريښودلو له برخليک څخه نه شي بچ کيداي او هم د زيات تبعيض په بهير کي وده کوي ٠

په ١٩٩٤ کال کي د بيلا بيلو هيوادونو نه راغلي څو تنه شخصيتونه راغونډه شول او په نيروبي کي يي د نوي ژوند کور جوړ کړ څو چه هغه د ميندو او پلرونو له خوا پريښودل شوي ماشومان او يتيمان چه عمير يي د نوي زيږيدنې نه تر ٣ کالو پوري دی ، په تيره بيا پريښودل شوي ايدز ناروغي لرونکي ماشومان ومني ٠ اوس په دي نوي کور کي ٥٢ تنه کوچنيان اوسيږي چه له دي جملې نه ٦ تنه پريښودل شوي ايدز ناروغي لرونکي ماشومان دي ٠

ماشومان د عمرونو د زياتوالي يا کموالي له مخي د کور په بيلا بيلو ناحيو کي اوسيږي او په هره ناحيه کي د لوبې کوټه ، اشپزخانه ، د ډوډۍ خوړلو خونه او تشناب شته او ځيني کسان په خاص ډول ددوي د ژوند د پاملرنې وظيفه په غاړه لري ٠ دلته خاص داکتران او نرسان هم ګمارل شوي چه د پلرونو او ميندو له خوا د پريښودل شويو ايدز ناروغي لرونکو ماشومانو علاج وکړي ٠ دغه راز د سختو ناروغي لرونکو ماشومانو د نظارت او پاملرنه کولو کوټې هم جوړي شوي څو چه د دغو ماشومانو د ناروغۍ د حالت نژدی څارنه وکړي ٠

د نوي ژوند د کور د دفتر رييس پيغلې وامبوري وويل چه که دغه ماشومان د نوي ژوند د کور له خوا منل شوي نه واي ، نو ممکنأ به لا پخوا مړه شوي يا په واټونو کي بي کوره پاتي شوي واي ٠ دري کلن ماشوم دانکن په انګړ کي هم کوچني بايسکل چلوه او هم په لوړ اواز يي وويل چه زه دغه کور ډير خوښوم ٠

د ټولنې د مختلفو حلقو تر ملاتړ لاندی ، اوس په کينيا کي د نوي ژوند دري کورونه جوړ شوي او نژدي ٥ سوه تنه ماشومان دلته ژوند کوي چه دووي څخه ١٧٠ ته د ايدز ناروغي د لرلو په اثر د خپلو پلرونو او ميندو له خوا پريښودل شويدي ٠ د ايدز ناروغي لرونکو ماشومانو علاج کول او ددوي د ژوند ژغورل د نوي ژوند د کور يوه مهمه دنده ده ٠ دوي تل د ايدز ناروغۍ د ويروس په ضد د نړۍ د مترقي درملونو په واسطه د ماشومانو علاج کوي او هره مياشت د هر ماشوم د علاج لپاره سل امريکايي ډالره لګوي ٠ د نوي ژوند د صندوق مشرې ميرمنې هيکينس وويل چه ماشومان د لويانو سره يو شان نه دي ، دوي د ميندو د شيدو له خوړلو څخه خلاص شوي او پروخت يي علاج منلي ، نو د علاج نتيجه يي اغلبأ ښه ده ٠

نن ورځ د نوي ژوند د کور په شان غير تجارتي سازمانونه چه په خاص ډول يتيمان او د پلرونواو ميندو له خواپريښودل شوي ماشومان ، په تيره بيا د ايدز ناروغي لرونکي ماشومان مني ، په کينيا کي له سلو نه زيات دي ٠ خبره خو دا ده چه د ايدز ناروغۍ د ويروس په وړاندي چه د سختو سيلابونو او وحشي ژويو په شان نيلي ځغلوي ، ددوي قوت لا هم کمزوري ښکاري ٠

اوس په کينيا کي نژدي يو مليونو يو لک تنه ايدز ناروغي لرونکي يتيمان شته او په ګرده افريقا کي د هغو ايدز ناروغانو شمير چه عمر يي له ١٥ کالو نه کم دی ، لږ تر لږه دري مليونو پنځو لکو تنو ته رسيږي ٠ د کار پوهانو په اټکل ، تر ٢٠١٠ کاله پوري به په افريقا کي ايدز ناروغي لرونکي يتيمان ٤٠ مليونو تنو ته ورسيږي او ددوي څخه به اکثريت يي د لوي کيدو نه وروسته د ناروغي او غربت له امله په ټولنه کي ژوند نه شي کړاي ٠

د نيکمرغۍ خبره دا ده چه د ايدز ناروغي موضوع د نړۍ د مخ پر زياتيدونکو خلکو له خوا پيژندل شويده ٠ لکه ميرمنې هيکينس ويلي چه که مونږ وختي د افريقې له خلکو سره يو ځای د ايدز ناروغی موضوع حله نه کړو ، نو مونږ به مجبورأ په راتلونکي وخت کي دغه موضوع حله کړو ، خو تر هغه وخت پوري به حالت نور هم بدمرغه وي او بشريت به ددي لپاره لا زياته بيه ور کړي ٠