<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-11-27 19:42:48    
مالګه او روغتيا

cri

ټولو ته معلومه ده چه بي مالګه خوراکونه هيڅ خوند نه لري ، نو ويل کيږي چه مالګه د خلکو د ژوند له پاره ډيره ضروري ده او زمونږ د روغتيا له پاره مستقيمې اړيکې لري ٠ دلته بايد دي ته متوجه شي چه مالګه نه يوازي د خوراکونو خوند زياتوي ، بلکه د خلکو د بدن د عادي ودې له پاره هم ښه رول لري ، په تيره بيا د زياتې خولې په تويولو نه وروسته د روغتيا له پاره مالګه ډيره ضروري ده ٠ ځکه د زراتي خولې په توبولو سره په بدن کې مالګې هم کميږي او د مالګې کموالي د صيحت د کمزورتيا سبب ګرځي ٠ نو ويل کيږي چه مالګه تر يوې اندازي پوري د صيحت له پاره ډير مهم ښکاري ٠ مګر د توجه وړ بله خبره دا ده چه که زياتې مالګې په بدن کې موجودي وي ، هم ډير خطرناک کار دي ٠ د علمي څيړنې د نتيجې څخه ثابته شوې چه که په بدن کې مالګه زياتې وي ، په عين وخت کې زياتې اوبه هم په بدن کې پاتې شي چه په نتيجه کې به د وينې فشار لوړ شي او زړه ته سخت ضرر به ورسوي ٠ نو ځکه خلک بايد زياته مالګه مه خوري ٠ بله خبره دا ده چه زمونږ په ژوند کې خوراکونه بيل بيل دي ، خو ځينې خوراکونه سره يو ځاي نه شي خوړلي ، مثلأ د ځينو خلکو له پاره که عسل ، پياز او اوږه سره يو ځاي وخوري ، بس به يي بهيږي او حتي به مسموم شي ، همداشان که د پسه غوښه له سرکې سره يو ځاي و خوړل شي ، زړه ته به يي ضرر ورسوي ، البتأ دا د هر چا له پاره نه ده ٠ خو که دي ته متوجه شي ، زمونږ د روغتيا د ساتنې له پاره به ګټوره وي ٠