د چين د خه نان ولايت په دن فونګ ښار کي د چين د لومړي صبر په نامه لرغوني ونه مرګ ته نژدی شوي ، د باغدارۍ د متخصصانو له خوا د څو مياشتو د عاجل تعمير او حفاظت کولو نه وروسته نوموړي لرغونې ونې نوي څانګي وکړي او خپل دوهم پسرلی ته يي ښه راغلاست ووايه ٠ د متخصصانو د اټکل له مخي ،که د هغې ښه حفاظت وکړي شي او کوم تصادف منځ ته را نه شي ، نو د صبر دغه ونه به د نورو ١٠٠٠ کالو لپاره پاتي شي ٠
د چين د خه نان ولايت د دن فونګ په ښار کي له پخوا راهيسي د صبر دري لرغونی ونې وي اوڅرنګه چه تر ټولو نه لويه ونه د جګړي په اور کي وسوزيدله ، نو دا ډول دوهمه ونه چه جګوالي يي ١٨ اعشاريه ٢ متره اوقطر يي ١٢ اعشاريه ٥٤ متره دی ، په چين کي تر ټولو نه لرغوني او لويه ونه پاتي شويده ٠ د ځګلدارۍ د متخصصانو د اندازې له مخي ، د صبر دغه ونه د لرغونو ځنګلونو بقايا ده او عمر يي لږ تر لږه ٤٥٠٠ کالو ته رسيږي او د چين د لومړی صبر په نامه بلل کيږي ٠
د تير کال راهيسي ، د دغه صبر څانګې او پاڼې وچي او و لويدلي او ژوند يي مرګ ته نژدي شوي و ٠ د دن فونګ ښار د تاريخي ځايونو او اثارو د ساتنې
ادارې دی صبر ته د نجات ور کولو لپاره مربوط متخصصان راوبلل او د
سلامشورې نه وروسته يي ددی صبر د بيا راژوندي کولو په باب مشخص عملي ګامونه پورته کړل ٠
د عملي ګامونو د پورته کولو نه وروسته ، د دن فونګ ښار د تاريخي ځايونو او اثارو د ساتنې ادارې سمدلاسه بشري او مادي قوې د نجات ور کولو په کار کي اچولي او د څو مياشتو په موده کي د دوو لکو ژن مين بي يونو په لګښت نجات ور کوونکي کار پاي ته رسيدلی دی ٠ د کار او بيا ابادۍ نه وروسته د صبر دغه لرغوني ونه بيا له انرژی نه ډکه شوي او څانګې يي بيا شنې شويدي ٠ علاوه پر دی ، د دن فونګ ښار د تاريخي ځايونو او اثارو د ساتنې ادارې هم د عالي انجنيرانو له برکته د صبر د دريمې لويې لرغونی ونې په تعمير او خفاظت کولو لاس پوري کړيدی ٠