ګرانو دوستانو چين ته د سفر په خپرونه کې به د چين د شان شي ولايت د ليدو وړ څو ځايونه تاسو ته معرفي کړو٠
شان شي ولايت د چين په شمال کې واقع دی او عمومي مساحت يې يو لکو شپږ پنځوس زره مربع کيلومتره دی او د خلکو شمير يې ديرش مليونه پنځه لکه تنو ته رسيدلی دی ، مرکز يې د تای يوان ښار دی ٠
د شان شي په ولايت کې د سکارو ذخيرې ډيرې غني دي چې کشف شوي اندازه يې شلو مليارډو ټنو ته رسيږي ٠
په دې ولايت کې تاريخي اولرغوني ځايونه او اثار او د ليدو وړ ځايونه ډير دي ، ددې ولايت مرکز تای يوان ښار په چين کې يو مشهور تاريخي ښار دی ٠چې د ٢٤٠٠ کالونه مخکې جوړشوی و او د ١٣٨٦ کالونه مخکې يعني د چين د تانګ په امپراتوري سلسله کې داښار د پايتخت په توګه ټاکل شوی و او نوم يې چانګ ان و ٠
اوسني تاي يوان ښار ستر بدلون موندلی دی ، هغه يو کلتوري ، تاريخي ښار دی او نوي صنعتي ښارهم دی ، په دې سيمه کې د سکارو او اوسپنې په ګډون معدني پيداورونه هم زيات دي ، څرنګه چې دا يو پخواني او تاريخي ښار دی نو ځکه په دې ښار کې لرغوني او تاريخي ځايونه او اثار ډير ليدل کيږي ٠
دغه راز د شان شي ولايت د داتونګ په ښارکې تاريخي اثار هم ډير زيات دي چې له دې جملې څخه مشهور ځای د يون ګانګ په نامه دډبرينو غارونو مجسمې دي ٠
د يون ګانګ د ډبرينو غارونو مجسمې د چين د شان شي ولايت د داتونګ ښار د لويديځ په ١٦ کيلومترۍ کې د وو جو په نامه غر په جنوب کې واقع دي ، د غه
ډبرين غارونه د ٤٥٣ ميلادي کال نه تر ٤٩٤ ميلادي کاله پوري کښل شوي وو او په دغو ډبرينو مجسمو د حکاکي کولو کارونه د ٥٢٠ ميلادي کال نه تر ٥٢٥ کاله پوري بشپړ شوي وو ، د غارونو اوږدوالی د ختيځ نه تر لويديځ پوري يو کيلومتر دی ، اوس دلته ٤٥ عمده غارونه شته چې پکې ٥١٠٠٠ ډيرينې بودايي مجسمې پرتې دي ٠ د مجسمو شکلونه او صورتونه بيلابيل او ښکلي دي ، لوړوالی يې هم مختلف دي ، د لويې مجسمې لوړوالی ١٧ مترو ته رسيدلی او د ډيرې کوچنې مجسمې لوړوالی يوازي څو سانتي متر دی ، د مجسمو د حکاکي فنونه او هنر ډير لوړه سويه لري ، د يوان ګانګ ډبرين غارونه په چين کې د دريو مشهورو ډبرينو غارونو څخه دي ، نور دوه ډبرين غارونه د دون خړانګ د موګاو کو او د خه نان ولايت د لونګ من د ډبرينو غارونو په نامه ياديږي او په نړۍ کې د مشهورو ډبرينو مجسمو د حکاکي په هنري خزانه کې يوه برخه تشکيلوي ٠
د يون ګانګ ډبرينې مجسمې عظيمي او په زړه پورې دي ، صورتونه او شکلونه يې هم رنګارنګ ښکاري ٠ د متخصصانو په نظر دغه ډبرينې مجسمې په ميلادي پنځمه پيړۍ کې ډيره لوړه سويه لرونکي هنري اثار ګڼل کيږي ٠
د يون ګانګ د مجسمو د حکاکي د مودې سره سم په لومړې ، منځنې او وروستنې موده ويشل کيږي ٠ په هره موده کې مجسمې خپل ځانګړي خصوصيت لري ، په لومړي موده کې ډبرينې مجسمې د لويديځې سيمې هنري سبک لري ، د
منځني دورې مجسمې ظريفي او ښکلې بريښي ، د وروستنې دورې مجسمې که څۀ هم دومره غټې نه دي ، خو مجسمې يې د انسان د وجود سره برابرلوړوالی لري ، علاوه پردې په ډبرينو غارونو کې د هنري او اکروباتيکي نمايشونو مجسمې هم
ليدل کيږي ٠