د سين هوا اژانس د خبر له مخی د نوامبر په ٢٧مه نيټه د هند صدر اعظم منموحان سينګ دا څرګنده کړه چی هغه به په ٢٠٠٥ م کال کی پاکستان ته سفر وکړی، خو د دغه سفر مشخص وخت نه دی ټاکل شوی.
د هند د اسيا د خبری اژانس د خبر له مخی په همدې ورځ سينګ وويل چی هغه د پاکستان بلنه منلی دی او دې سفر ته خپلې سترګې په لاره کی دي. د سينګ په نظر اوس د هند او پاکستان ترمنځ مناسبات د پرمختګ په حال کی دی.
د پاکستان صدر اعظم شوکت عزيز د نوامبر په ٢٣ مه نيټه هند ته خپل دوه ورځنی سفر وکړ او د دغه سفر په ترڅ کی يی له سينګ څخه بلنه ورکړه چی پاکستان ته سفر وکړی.