<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-11-28 18:09:27    
ښځی په جګړه کی تر ټولو نه لوی خرايان ګرځيدلی دی.

cri

لږه موده دمخه دملګرو ملتو يو مامور وويل چه له افغانستان نه ترلايبريا پوری له کولمبيا نه تر کانګو پوری اوس د دغو هيوادونو ښځی او ماشومان په پر له پسی ډول پر عفت باندی دتجاوز ، دعذاب ( ستمکاری کولو ) او غلامۍ کولو فدايان ګرځيدلی دی ، او حالات يی ډير خراب دی .

د ملګرو ملتو د نفوسو دصندوق اجرائيوی رئيس دملګرو ملتو امنيتی شورا ته وويل چه که څه هم دملګرو ملتو بشری دوستانه او سوله ساتی سازمان د ښځو د پاملرنی په برخه کښی ډير کوشش کوی ، خو په حقيقت کښی تر لاسه شوی ثمرونه دومره ښه نه دی . امنيتی شورا په بحثونو کښی دهغی فيصلی ارزيابی وکړه کوم چه څلور کاله دمخه تصويبه شوه ، په نوموړی فيصله کښی دلومړی ځل دپاره دا وړانديز وشو چه بايد په جګړه پښيدونکو هيوادونو کښی ښځو ته خاصه پاملرنه ورکړای شی او دسوله ايزو خبرو اترو پر ميز باندی يوه څوکۍ ونيول شی . په دغه فيصله کښی غوښتنه شوی چه بايد د ښځو د ساتلو په برخه کښی دسوله ساتی پرسنلو په مقابل کښی روزنه او تربيه وکړای شی او بايد د ښځواو ماشومانو خاص مشاور سوله ساتی سازمان ته وروليږدول شی چه په په د ی جمله کښی ځينی تدابير تر تطبيق لاندی نيول شوی د ی.

دملګرو ملتو د سر منشی مرستيال وويل چه تراوسه پوری په سوله ساتی عملياتو کښی ښځينه عسکر يوازی او يوازی په سوله ساتی فوځ کښی په سلو کښی

يوه برخه نيسی ، ښځينه پوليسان هم په سوله ساتی پوليسی پرسونلو کښی يوازی پنځه برخه نيسی . د ملګرو ملتو په سوله ساتی عملياتو کښی پنځه ويشت تنه نارينه

مشران شته او ښځينه مشران يوازی دوه تنه دی .هغه هم وويل چه د نوموړو هيوادونو ښځی هم د ځينو سوله ساتی پرسونلو له جنسی تيری سره مخامخ شوی دی .

د ملګرو ملتو سر منشی کوفی انان امنيتی شورا ته په وړاندی شوی راپور کښی وويل چه په دی وروستيو وختونو کښی د افغانستان ، بوروندی ،چاد ، کانګو کتديوا او سوډان په ځينو هيوادونو او سيمو کښی پر ښځو باندی د جنسی زرور و زياتی جنايتی پيښی را منځ ته شوی دی .هغه بيا زياته کړه چه که څه هم زياتره دغه ډول پيښی شواهد لری ، خو بين المللی ټولنی دغو سختو مسئلو ته دومره زيات اهميت نه دی ورکړی .

.