<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-11-28 18:12:14    
پلوشې

cri

اوس په افغانستان او پښتونستان کی د پښتو ژبې ځينی ډر ښه شاعران پيدا شويدی چه د ډير لوی او ستر حق خاوندان دی . که اوس د پښتو ادب ځينې برخې د دنيا په نورو ژوند يو ژبو ترجمه شی بارو لرو چه ځينی پستانه شاعران به جهانی شهرت پيدا کړی او پردی به هم ورته په ورانه نظر وګوری .

په دغسې شاعرانو کی يو ته عبدالغنی خان غنی د باچاخان مشر زوی دی چه پښتو ټولنه يی د ديوان چاپول په پښتو ادب کی ډيره ښه اضافه بولی او دشعر علاقه مندانو ته يی ډير ښه ادبی سوغات ګڼی .

د فخر افغان خان عبدالغفار خان په لوی کوی کی چه چه هم غنی شته اوهم ولی شته د دغسی شاعر پيدا کيدل څه عجيبه خبره نده .

کله کله د غنی قصه هم واوره

داهم ده وروره د لويې ونې څانګه

زه پښتو په اوسنيو شاعرانو کی څو تنه د ګوتو په شمار پيژنم چه هر يو د خپل ادبی سبک او د خپلو افکارو او خيالانو په لحاغ ممتاز صفتونه لری او په بيلو بيلو لحاظونو يو له بل نه او بل له بل نه ښه دی ، يعنې يو د غزل استاد دی . بل د ملی او وطنی احساس په راويښولو کی د لويې برخې خاوند دی ، د چا اجتماعی افکار او خيالات ډير عالی دی او د چا رندانه سندرې ډيرې ښکلې او په زړه پورې دی .

دغنی خان په اشعارو کی چه څه شی زما ير خوښيږی هغه د فکر او خيال ازادی او تقليد له تلقيناتو څخه سر کشی ده .

د ده رندانه مقام ته هر څوک نشی رسيدای او هغه څه چه دی يی د خپل ښاغلی ليونتوب له برکته ويلی شی دنورو خوله پرې سوزی . غنی دشعر او شاعرۍ په دنيا کی په رښتيا غنی دی او ډير څه يی په برخه رسيدلی دی . د ده په اشعارو کی ، عشق او محبت ، پښتو او پښتونولی ، رندی او خيامی فلسفه ، توکې او مسخری هر څه شته او له کارغانو او مارغانو سره يی هم په شاترانه ژبه ډيرې د خوند خبرې کړيدی .

د ده په مستانه ليونتوب کی شاعرانه هوښياری او بيداری پټه ده او په ملنډو کی يی ډير د مقصد ټکی نغښتی دی ځکه ورته ليونی فلسفی هم وايی .

ده له مچ او ميږی ، له چرګ او ملاچرګک ، له اوښ او له نورو لويو وړو ځناورو سره ډير څه ويلی او په دغسې پيرايو کی سياسی او انتقادی مطالت بيان کړيدی .

څه که خلق ليونی غنی ته وايی

ډير ښه پيژنی خپل يار او د نور يار

دغه د مينې ليونی ، د مينې په حقيقت ډير ښه پوهيدلی او همدغه پوهه د شاعرۍ ډيره لويه پانګه ده . دی د مينې او محبت په باب خپله عقيده داسی څرګندوی :

محبت د خدای صفت د زړه طاقت دی

هر طاقت د ده غلام د غلامانو

مينه حقيقت حسن سايه د حقيقت ده

حسن له زوال شته مينه نلری زوال

غنی د ډيرو نوو خيالانو خاوند دی او زاړه خيالونه هم په نوی جامه او نوی رنګ کی ښيی .

ښيی زوړ خيال نوې جامه کی دغنی دی داصفت

خيال می دسبا دی پيدا شوی پرو نی يمه

دغه بی پروا او بی قيده شاعر که څه هم يير ناويلی ( مه ګويات ) ويلی دی او خپل زړه يی ښه يخ کړی ، مګر بيا هم خپل ځان مقيد ګڼی او د زړه ځينی خبرې په زړه کی ساتی .

غنی وايی که دزړه خبرې وکړم

پښتانه به می په سر لرګی کړی مات

دغه د سر ډار که دده په سر کی نه وای ، ښايی چه دغه ازاد خياله شاعر د فکری ازادۍ حق نور هم ډير ښه په ځای کړی وای او د جريت او جسارت ډيرې لوړې څوکې ته ختلی وای . د ده د اشعارو نمونه چه لومړی ځل ما وليده او په لوستو يی نه مړيدم هغه د ده دا بيتونه دی :

چه خازې شنې مې په قبر وی ولاړې

که غلام مړيم راځی توککړی پرې لاړې

که پخپلو وينو نه يم لمبيدلی

په ما مه پليتوی د جومات لمبيدلی

په ما مه پليتوی د جومات غاړی

چه قطرې قطرې مې فوځ د انګريز نکړی

مورې ما پسې په کوم مخ به ته ژاړی

يا به دا بې ننګه ملک باغ عدن کړم

يا به کړم د پښتنو کوڅې ويجاړی

دا بيتونه څه د پاڅه شل کاله پخوا د پښتون مجلې په لومړی مخ چاپيدل او په هر چا به يی ډيره اغيزه کوله .