<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-11-28 18:23:15    
د سياسی ګوندونو لوبه

cri

په دې ورځو کی د ديمو کراسۍ څخه په استفاده هر څوک د هر څه خاوندان شول مابيچاره حتی يوه ښځه هم په نکاح ونشوای کړای او نه د يوه ښه ژوند خاوند شوم.

هغه نجلۍ کومه چی غوښتل می واده ورسره وکړم، هغه د اق سو داشرافو له کورنۍ څخه وه او هغه هم بي د حمزه افندی لور وه.

له ښکلا يی څه ووايم! يوازی د کاغذ او قلم ژبه به وکړای شی چی د هغې ښکلا و نورو ته بيان کړی.

نه،په خدای دغسی نه ده...

د قلم او کاغذ ژبه هم نيمګړی ده.

د عثمان بيک د سماوار په دکان کی يی يوه څېره په ديواله باندی ځړولی ده وايی د څېری خاونده د نړۍ د ښکلا ملکه ده په شرف می قسم چی زما محبو به دومره ښکلی وه چی د نړۍ دښکلا ملکه خو بايد زما دښکلی محبو يی و پښو ته او به ور اچولی وای. د نړۍ ټولی ښکلی يی حتی زما د محبوبی دپښو په ګرد پسی هم نشوای رسېدای. خلک وايی شيرين، زليخا او ليلی ښکلی وی. مګر هغوی زما نګاره نه وه ليدلی.

زما د نګارې او بدلی کوڅۍ له شا څخه د پښو تر پوندی پوری رسيدلی. د سترګو باڼه يی، لکه ويشتونکی غيشی، د ليدونکی په زړه کی ننوتل.

کږی وروځی يی، د غيشی ليندی ته ورته وی، ټول و جود يی د وريښمنو په شان پوست موست و...

له وجود څخه يی د سنبلوبوی خوت...که تا يی خبرې ليدلی وای... بلبل لا څه وی...

د شونډو په سرشين خال يی...

پهه پهه...

ادی يی هغسی نګاره زيږولی وه، چی بلی مور چيرته د نګاری جوړه نه وه راوړی، او وروسته به يی هم و نه زيږوی. د نګاری خټه يی د سنبلو او ګبين سره يو ځای اخښلی وه.

خو له يی غنچه او سپين غاښونه يی سپينو مرغلرو ته ورته وه، کله به چی په مسکا شوه، او مسکا به يی په خندا بدله شوه، نو له خولی څخه به يی سنبل را توئيدل په لارو تګ يی ګټه مټه د زرکی وه. وای ...زما نګاری... خوشی وخت مو ضايع کوم، ځکه زما نګاره په داډيرو ليکنو سره سره بيا هم نشی پيژندلی.

زه د نګاری په مينه کی هغسی ډوب وم، چی يوه ګړۍ می هم ارام او کرار نه درلود ورځ په ورځ لکه شمع دنګاری د مينې په اور ويلی کيدلم، هر چا به چی ليدلم. سمدستی به پوهېده، چی حال می څه دی. زه هم په ځان پوهيدم هر ګهيځ می له پرون څخه بدتره وه. په دې تکل شوم چی هرومرو ګرانی نګاری ته ليک وراستوم هر څه چی پيښ شول بلا ور پسی.

د کاغذ په مخ می يو مرغه رسم کړ او د مرغه تر لاندی می بيا نو په غيشی ويشتلی يو زړه وکيښ. بيا می د سګرت داور په واسطه د کاغذ څو ځايونه وسوزول او سوری سوری می کړل، تر څو زما نګاره وپوهېږی چی زه څه ډول د دې په مينه ستی کېږم، او زړه می د هغې له مينې ټول سوری دی د کاغذ په پای کی می يوازی دا کرښی وليکلی:

اور يی ... نګاره يی ...ووايه زما ياده يی که يه؟

زه خو ستا له مينې سوزم ته هم زما دپاره سوزی که يه؟ ليک می د عطرو له يوه واړه بوتل سره په يوه وريښمين رو مال کی غوټه کړ او د يوې هغی زړې بوډۍ په لاس می ور وليږه کومه چی د نګارې کره يی تګ راتګ درلود.

زما ديګر يی ځواب راورسېد، نګارې هم د يوه شعر په ترڅ کی هغسی څه ليکلی

وه، چی زما اه او ناله د نګارې د عشق له اور سره د مقايسی له مخی ساړه يخ ته ور ته وه. دی ليکلی وه: اور نه يم... نګاره يم...

زه هم ستا مينی ستی کړی يم

لکه څنګه چی ته سوځی زه هم ستا له مينې سوځم سوځم سوځم

ته يی زما هيله...ته خو زما زړه يی

بل په ما حرام کړی... ته زما ميړه يی. ( نور پاتې )