د چين د مطبوعاتی اژانس د خبر له مخی، چين په فضا کښی د ايکولوجيکی ځنګلونو د غوره نسلونو د روزنې په څيړلو پيل کړی او د شپږو ډولو ونو هغه تخمونه او نيالګی چه د چين د شلمې بيرته راستنه شوې مصنوعی سوږمۍ په ذريعه يی فضا ته سفر وکړ، څو ورځې دمخه په رسمی توګه د شمال لويديځ چين د ګان سو د ولايت د ځنګلدارۍ ادارې ته سپارل شويدی تر څوچه د ونو د غوره نسلونو د روزلو په باب ازموينې وشی٠
د معلوماتو له مخی ، په عادی حال کښی د ونو د غوره نسلونو د روزولو دپاره لس کاله په کار دی ، خو په فضا کښی د روزنې دوره لنډيدای شی ٠ د متخصصانو په قول په فضا کښی د فضايی وړانګو ، د جاذبې د ضعيفې قوې ، لوړې خلا او د مقناطيسۍ د کمزوری ساحې په شمول تر هغو فضايی شرائطو لاندی چه په مځکنی کره کښی نشی پيدا کيدای، د ونو د تخمونو د توارث بدلون رامنځ ته کيدای شی تر څو چه په راتلونکی وخت کښی په مځکنې کره کی د ونو د نويو قيسمونو د روزلو دپاره امکانات برابر شی ٠