<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-11-29 19:04:40    
د يوه عمومي سړک اتيا کلن بدلون

cri

د مين هان صنعتي ښارګوټي چه په چين کي ډير شهرت لري او د چين د لومړي لوي ښار شانګهاي يوه برخه ده چه د ښار د جنوب لويديځ په ديرش کيلومترۍ کي واقع دی . په دي وروستيو ورځو کي د مين هان ښارګوټي نه د شانګهاي تر مرکزي ښاري سيمې پوري نوې ښاري اوسپنيزه لاره تر استفادې لاندي راغلي ده چه دغه اوسپنيزه لاره د پخواني عمومي سړک په څنګ کي جوړه شويده .د پروګرام په دي لړ کي به ددې لارې د بدلون په هکله يو مضمون واوري چه عنوان يي دی _ د يوه عمومي سړک اتيا کلن بدلون .

د شانګهاي له لويديځې ښاري سيمې نه تر مين هان پوري د درويشت کيلومترو په اوږدوالي عمومي سړک د نولس سوه دوه ويشتم کال د دسمبر په دوهمه نيټه د وخت د يوه جنرال لخوا جوړ شو او په کار ولويد چه د هو مين په نامه ونومول شو چه هو په چيني ژبه د شانګهاي او مين د مين هان ماناګانې لري چه اتيا کاله دمخه مين هان يوه کوچني علاقه داري وه . د هو مين د عمومي سړک په جوړيدو سره چه د شانګهاي په اطرافو کي د لومړني عمومي سړک په حيث دوه اتيا کاله دمخه جوړ شو ، ددې سړک په اوږدو کي د خلکو دپاره ترانسپورتي زمينه مساعده شوې وه ، نو د سړک د جوړيدو نه وروسته د سړک په دواړو غاړو کي ډيرې فابريکې ، ښوونځي ، بازارونه اوحتي عمومي هديرې هم په پر له پسي توګه جوړې شوي . سپين ږيري جان چه ددې سړک په غاړه د شلګونو کلونو راهيسې اوسيده ، خبريال ته وويل _ د هو مين سړک د شانګهاي په اطرافو کي لومړني عمومي سړک و او تر اوسه پوري اتيا کاله تاريخ لري . د ولسي جمهوريت د تاسيس نه وروسته دغه سړک هم نوښت موندلی دی ځکه چه له مين هان څخه يو نوي صنعتي ښارګوتی جوړ شويدي .

د نولس سوه اته پنځوسم کال د جولاي په لومړني ورځ د هو مين د اوږد مسافرت د سرويس شرکت د عامه ترانسپورت د شرکت لخوا تحويل شو او ورپسې ښاروالي ددې سړک د لوي ترميم او پراخوالي دپاره زياتې پيسې ولګولې چه په نتيجه کي دغه سړک په غوره سړک بدل شو . په مين هان کي د زياتو لويو فابريکو او ښاري أبادۍ په تر سره کيدو سره په مين هان کي اوسيدونکي ډير زيات شوي و چه مثلا د برقي ماشين ، توربين ، دروند ماشين او بخاري ديګ د جوړولو په څلورو فابريکو کي د کارګرو شمير له څلويښتو زرو تنو نه زيات شو ، خو ښاري سيمو ته د رسيدو سړک يوازي يو و ، نو د مين هان او ښاري سيمو تر منځ ترانسپورتي مشکلات رامنځته شوي وو . د ښاغلي جانګ په قول _ د تيرې پيړۍ په اتمه لسيزه کي د مين هان اقتصادي او تخنيکي سيمه او د جاو تون پوهنتون فرعي پوهنتون په مين هان کي جوړ شول ، نو له ښاري سيمو نه تر مين هان پوري ترانسپورتي مشکلات نورهم زيات شول. سپين ږيري جان خپلو خبرو ته دوام ورکړ او و يي ويل __ د تيری پيړۍ په نهمه لسيزه کي له ښاري سيمې نه تر شين جوان پوري ميترو يعني تر زمکي لاندي اوسپنيزه لاره جوړه شوه چه شين جان د شانګهاي ښار او مين هان ترمنځ واقع دی، د شين جوان په شاوخوا کي جګ جګ اپارتمانونه قطار په قطار جوړ شوي او اوسيدونکي يي په سرعت سره زيات شويدي ، د هو مين سړک له بسونو او ميترو له سپرلو څخه ډک ښکاريده . د مين هان د ښاري سيمې حکومت د لسو کالو د کوششونو له کبله د مين هان نه تر شين جوان پوري ښاري اوسپنيزه لاره د درو سوو مليونو ژن مين بي يونو په لګولو سره چه د څلورو سوو مليونو امريکايي ډالرو سره برابر دی ، د مين هان نه تر شين جوان پوري د اوولسو کيلو مترو په اوږدوالي ښاري اوسپنيزه لاره جوړه کړه چه په دي توګه اوس خلک په برقي اورګاډي په مستقيم او چټک ډول د شانګهاي ښاري سيمو نه مين هان ته رسيداي شي او اورګاډي په ساعت کي اتيا کيلو متره حرکت کولي شي چه دا د اتياوو کالو راهيسي د هو مين د عمومي سړک ستر بدلون دی . د خوښۍ او يادونې وړ خبره دا ده چه د شانګهاي د ښاري اوسپنيزې لارې په تازه غونډه کي د شانګهاي د ښاروال مرستيال وويل چه تر دوه زره لسمه کاله پور ي به په شانګهاي کي يوولس ښاري اوسنيزې لارې تر استفادې لاندي راشي چه اوږدوالي به يي له څلورو سوو کيلو مترو څخه واړول شي او هره ورځ به شپږ مليونه تنه مسافرين نقل شي چه اوس د دوه اتياوو کيلومترو په اوږدوالي اوسپنيزو لارو کي هره ورځ يو مليون دري لکه مسافرين حمل و نقل کيږي .