په اروپا کې د لرغونې زمانې نه راهيسي مڼه طبيعي مسواک ګڼل کيړي ٠ له دي امله چه په مڼو کې عني خوراکي الياف ، ويټامينونه او کاني مواد موجودي دي ، نو دغه ډول ميوه د وينې د لوړ غوړ ، د دماغ د سکته او د کولمو د سرطان د ناروغيو د مخنيوي له پاره ګټور رول لوبولي شي ٠ د اړوندې څيړنې له مخې د مڼې الياف دوينې د رګونو د کلکوالي مخنيوي کوي ٠ نو ځکه د روغتيا له پاره ښه به دا وي چه هره ورځ يوه يا دوه مڼې چه پوستکې ور سره وي ، وخوړل شي ٠ دغه راز نوموړي الياف هم د کولمې حرکت چټک کوي چه په نتيچه کې به له کولمو څخه زهري مواد ليري کړي شي ٠ د اروپايي هيواد په فلنډ کې د يوي پلټنې له مخې چه د پنځه ويشتو کالو له پاره يي دوام درلود ، د هغو خلکو په نسبت چه تل مڼې نه خوري ، په مڼو خوړونکو خلکو کې د سږي د سرطان ناروغۍ د اخته کيدو خطر يي په سلو کې اته پنځوس کم و ٠ دغه راز د مڼو خوړل د وينې فشار ټيتوي چه دغه د استدلال د نيمې پيړۍ نه د مخه تصديق شوي دي ٠ د څيړنې له مخې په مڼو کې پتاسيم موجود دي چه دغه ډول مواد د وينې لوړ فشار ټيټوي ٠ دغه راز د مڼو د خوړلو په وخت کې خصوصأ د کلکې مڼې د خوړلو په وخت د غاښونو د حرکت له لارې د دماغ د ننه د جهازونو د فعال حرکت له پاره موثره رول لري ٠ د اړوندو کارپوهانو په نظر د ميوو خوړل د انسان د روغتيا له پاره ډيره کټه لري او ښه به دا وي چه سړي هره ورځ يو ه يا دوه دانې ميوي وخوري چه دا د روغتيا د ساتنې او د ځينو ناروغيو د مخنيوي له پاره ضروري دي ٠