<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-11-29 20:10:18    
کاندوليزا رايس

cri

کاندوليزا رايس د امريکې د ملي امنيت په چارو کې د جمهوررئيس مشاوره ده او کله چې د ٢٠٠٤ کال د نوامبر په ١٢ نيټه د امريکې خارجه وزير کولن پاول د خپل ماموريت څخه استعفاوکړه ، هغه د جمهوررئيس بوش لخوا د امريکې د بهرنيو چارو د وزيرې په توګه وټاکله شوه ٠

رايس د امريکې په حکومت کې يوه لومړنې تورپوسته عالي رتبه ماموره ده ، د کوچنيتوب په وخت کې رايس د پيانو د غږولو زده کړه وکړه او د کوچنيانو او ځوانانو د پيانوغږولو په سيالۍ کې يې لومړي لمبر نيولی و ، د کوچنيتوب په موده کې هغه خيال درلود چې پوه مشهوره پيانو غږونکې شي ٠

د ٢٦ کالو په عمر کاندوليزارايس د بينالمللي روابطو په علم کې د ډاکتري علمي درجه ترلاسه کړه او د امريکې د ستانف په پوهنتون کې يې د پروفسور د مرستيالې په توګه کارکاوه ٠ په ١٩٨٩ کال کې رايس د زوړ بوش په حکومت کې د ملي امنيتي چارو په کميټه کې وګمارله شوه ، په ١٩٩١ کال کې کلينتن د زوړ بوش په ځای د امريکې د جمهوررئيس په توګه په سپينه ماڼۍ کې داخل شو ، رايس په همدې وخت کې د سپينې ماڼۍ څخه د ستانف پوهنتون ته بيرته ستنه شوه او په ١٩٩٣ کال کې رايس د ستانف پوهنتون د تدريسي مديرې په حيث کارکاوه ٠ دا مقام يوازي د پوهنتون د رئيس نه ټيټ دی ، په هغه وخت کې د رايس عمر٣٩ کاله و ٠

په ١٩٩٨ کال کې رايس يو ځل بيا د ستانف د پوهنتون څخه سپينې ماڼۍ ته داخله شوه او د اوسني بوش په حکومت کې د امريکې د ملي امنيت په چارو کې د جمهوررئيس د مشاورې په توګه کارکوي ، رايس نه يوازې د جمهوررئيس بوش

سلاکاره ده بلکې د بوش نژدې ملګرې هم ده ، د امريکې په بهرنيو او ملي دفاعي چارو کې رايس هميشه بې طرفه دريځ غوره کوي ، هغه کولی شي چې په ښه شان سره د نورو شخصيتونو نظريې هماهنګې او راغونډې کړې ، د هغې نظريې د امريکې په ملي امنيت باندې لويې اغيزې لري ٠ رايس د اوسني جمهوررئيس بوش د پاليسيو کلک طرفداره ده ، يا د امريکې د جمهوري رياست په عمومي انتخاباتو کې او يا د عراق په ضد د پوځي عملياتو د ترسره کيدو په برخه کې هغه تل د بوش ملاتړکوي ٠

کاندوليزا رايس نه يوازې يوه وتلې حکومتي ماموره ده بلکې هغه د ډيرو زياتو هنري مهارتونو لرونکې ښځه هم ده ، هغه نه يوازې د موسيقي سره مينه لري بلکې د سپورت سره هم علاقه او شوق لري ، هغې نه يوازې د پيانو د وهلو زده کړه کړې وه بلکې د کنګل پر مخ باندې د نمايشي لوبه کولو په زده کړه کې هم شامله شوې وه ٠ تر اوسه پورې هغه هر سهار ورزش کوي ٠

که څه هم سږکال د کاندوليزا رايس عمر ٥٠ کالو ته رسيږي ، خو هغې تراوسه پورې د خپل ژوند ملګری نه دی پيداکړی ، رايس وويل زه باور لرم چې که خداي ما ته يو سړی راواستوي چې زه ورسره واده وکړم نوزه باور لرم چې دا سړی به حتمأ زما مخ ته راشي