دپاکستان د جمهوري رياست سرپرست او د سنا مجلس رئيس محمد ميان سومرو د نوامبر په ٢٩ نيټه د چين د ملي ولسي کانګريس د دايمي کميټې د مرستيالې ويونچيموګ سره وکتل ، د کتنې په بهير کې ويونچيموګ د چين او پاکستان ترمنځ د مناسباتو لوړه قدرداني وکړه او د زياتو کلونو نه راهيسي د چين د تايوان ، تبت ، د بشري حقه حقوقو او د ختيځ ترکستان د تروريستانو سره د مبارزې په برخو کې د پاکستان د قيمتي ملاتړ څخه مننه څرګنده کړه ٠ او دا يې څرګنده کړه چې چين به د چين او پاکستان ترمنځ دهراړخيزې همکاري مناسباتو ته نور هم ژورتيا ورکړي څو چې د دواړو هيوادونو ترمنځ عنعنوي او دوستانه مناسبات د تل دپاره حياتي او ژوندي وساتل شي
|