<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-11-30 17:58:35    
په پارک کي سندره ويونکي سپين ږيري او سپين سري

cri

د چين ټولنه د زړو کسانو د ټولنې په لور پرمختګ کوي په بله ژبه په ټولنه کي د زړو کسانو شمير ورځ په ورځ زياتيږي ځکه چه د اقتصاد د ډيرې چټکتيا له امله د خلکو د ژوند سويه ښه شوې او د خلکو عمر هم اوږديږي ، خو دغسي سپين ږيري او سپين سري په فارغ وخت کي څه کوي ؟ د بيجينګ د امپراطوري ماڼۍ د شمالي دروازې په مخامخ د جين شان پارک دی چه ددې پارک په يوه غونډۍ باندي د بيجينګ ښار ټولې منظرې تر سترګو کيږي . دلته د بيجينګ د سپين ږيرو او سپين سرو د روحې بڼې د پيژندلو ډير ښه ځاي دی او د سپين ږيرو او سپين سرو د روغتيا او خوشحالۍ د پيداکولو ښه ځاي هم دی .

د جين شان په پارک کي هره يکشنبه له لسو نه زياتې د سندرو دسته جمعې ډلې چه د زړو کسانو لخوا په خپله جوړې شويدي ، فعاليت کوي چه د هرې ډلې سبکونه يي بيل دي ، ځينې يي د تيرې پيړۍ د درېمې يا څلورمې لسيزې عاميانه او ولسي سندري وايي ، ځينې يي د شپږمې يا اومې لسيزې انقلابي سندرې او نورې ځينې يي قومي سندري وايي . هرڅوک په خپله خوښه ډله کي ګډون کولي شي او بدلولې شي . هره يکشنبه د سهار له نهو بجو نه تر يوولسو بجو پوري په دې پارک کي هر ځاي د سندرو له لوړو اوازونو څخه ډک دی . . -------

د خوب د تعقيب په نامه د سندرو ډله په نولس سوه پنځه نويم کال کي د پنځو سپين ږيرو او سپين سرو لخوا جوړه شوه او دوي عموما د هغو فلمونو سندري وايي چه د تيرې پيړۍ په دريمه او يا څلورمه لسيزه کي ښودل شوي وو ځکه چه په هغه وخت کي ددوي عمر د اوولسو کلونو په شاوخوا کي وو. ددوي په نظر د دغو سيندرو أهنګ ډير ښکلی او ملايم دی او د تل دپاره له مودې نه نشي وتلي .

په دې پارک کي د سندرو يوه لويه ډله هم شته چه د دوو درو سوو تنو څخه عبارته ده او مشر يي تقاعد شوي کارګر ليو دی او ډير زيات زاړه کسان او نندارچيان راجلبوي . خو متاسفانه خبريال سپين ږيري ليو ندي ليدلي او د يوې سپين سري هه سره يي مرکه وکړه . هغې وويل ما په نولس سوه پنځه نويم کال کي په سندرو ويلو کي ګډون وکړ او په عمده توګه مود تيرې پيړۍ په پنځمه يا شپږمه لسيزه کي انقلابي سندرې وايو

که تاسي په پارک کي يوه ډله هغې سپين سري وګوري چه فيشن جامې يي اغوستې او سندرې وايي ، نو حتما تقاعده شوي استازه ميرمن دوان ، ددې کشره خور او ددې ملګري وي ، دوي هغې زړې سندري وايي چه ريتم يي خوشحاله او نشاط دی ، مثلا د کالي مينځلو ترانه ، په هنداره کي ځان وينم، کوچني سپينه کښتۍ ، د بيجينګ په طلايي غره باندي او داسي نور . دوي د سندرو ويلو په عين وخت کي نڅا هم کوي ، نو په پارک کي ډير زيات ورزش کوونکي او سيل کوونکي راجلبوي او ددوي په نڅا کې هم ګډون کوي ، د نڅا کولو په دايره کي استازې دوان په چکچکو د سندره کوونکو لارښوونه کوي او يوه بله سپين سري د اکورديون په غږولو سره ددوي همراني کوي .

نن ورځ د بيجينګ په پارکونو او بڼونو کي د سندره ويلو فعاليت تعميم شويدي ، پرته د جين شان پارک نه په نورو زياتو پارکونو او بڼونو کي د سندره ويلو داسي ډلې ليدل کيږي . ځوانان په فارغ وخت کي د سندره ويلو سالون ته ځي ، خو زاړه کسان نه غواړي چه دغه ځاي ته لاړ شي ، خو په کور کي سندره ويل ګاونډيو ته تکلفونه رسوي ، نو دوي د سندره ويلو دپاره پارک ته ځي . سندره ويل د زړو کسانو دپاره يو ډول ښه ورزش هم دی ځکه چه په پارک کي چه چاپيريال او منظري يي ښې او هوا يي پاکه ده ، ميرمنې دوان وويل چه د سندره ويلو په وخت کي د خولې ، ژبې ، د غږ د رشتې د حرکاتو او په تيره بيا د سندرو د ريتم او اهنګ او د ژور تنفس له امله د سينې د غوښو د هيجان او د سږي د اتساع او په سږي کي د هوا د ګنجايش د زياتوالي دپاره ډير ګټور دي او د سندره ويلو له لاري د زيات شمير زړو کسانو د سږي ناروغي جوړه شوي ده . علاوه پردې سندره ويل د خپلو احساساتو د څرګندولو ښه لاره ده او له دي لاري په نوي ژوند باندي د زړو کسانو اعتماد قوي کيږي چه د خپل عمر په وروستي موده کي ددوي ژوند رنګارنګ او ښکلي شي ځکه چه د سندره ويلو په وخت کي ددوي احساسات ځوان او روغتيايي دي .