<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-11-30 18:12:15    
ماشومان د ودې په بهير کي د پلرونو له مينې او محبت نه بي برخه نه شي کيداي

cri

نن ورځ په چين کي ، هم د والدينو په غونډه ، هم د لويانو او کوچنيانو په لوبه کولو او يا بهر ته د زده کوونکو په سيل کولوکي پلرونه لږ ليدل کيږي او پلرونه په تدريجي توګه د ماشومانو له روزنې نه ليري شويدي ٠ په زياتو کورنيو کي د ميندو له خوا د ماشومانو روزل يوه عمومي پديده ګرزيدلي او پلرونو اغلبأ خپل قوتونه په خپلو چارو کي اچولي او له خپلو ماشومانو نه ليري شويدي ٠ په وړکتونونو کي هم اکثره روزونکي ښځې دي او په ابتدايي ښوونځيو کي ښوونکي اغلبأ هم ښځي دي ٠ نو په داسي حال کي د ماشومانو کوچنيتوب د ښځو د اغيزې په چاپيريال کي تيريږي ٠

حقيقتأ د کوچنيانو د زيږيدو نه پيل ، پلرونه بايد زيات وختونه ، قوتونه او احساسات خپلو ماشومانو ته پريږدي٠ د زياتو څيړونکو د اسنادو نه څرګنده شوي چه د پلرونو مينه او محبت د ماشومانو د ودې په بهير کي مهم رول لوبوي او د بدليدو وړ نه دی ٠په ماشومانو باندي د پلرونو اغيزه نه يوازي په عقل ، بلکي په صحي حالت ، احساساتو او خوي اوخصلت پوري هم اړه لري ٠

له څيړنو نه څرګنده شوي چه د پلرونو او ماشومانو تر منځ تګ راتګ له ماشومانو سره مرسته کولي شي چه د نارينه وو او ښځو په نقش او رويي باندی ښه تفاهم ولري ٠

په دی برخه کي که د پلرونو برخه اخيستنه نه وي ، نو د هلکانو د سړيو خوي و خصلت او د نجونو د ښځو خوي وخصلت به د څرګندې مقابلې د نشتوالي له امله کمزوري شي٠

د ماشومانو د ودې لاره ډيره اوږده ده ، که ماشومان يو مکمل روغ اخلاق او پوره شخصيت ولري ، نو د پلرونو نقش د بدليدو وړ نه دی ٠ خبره خو دا ده چه په اوسني نړۍ کي د ښځو قطعي اکثريت خپل کارونه لري ، نو که د ماشومانو د روزنې دروند بار او دنده يوازي د ميندو په اوږو باندی واچول شي ، دا به د ښځو لپاره هم عادلانه نه وي ٠