<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-01 18:05:23    
د چين په هان جو ښار کې د ځوانانو ترمنځ د تبادلې فعاليت

cri

په دي وروستيو کلونو کې د چين په زياتو کليوالو سيمو کې زيات شمير ځوانان د کار د پيدا کولو له پاره ښارونو ته تللي او د دوي نه زياته برخه يي د اوږدي مودي له پاره په ښارونو کې پاتي شوي دي ٠ دوي په ښارونو کې که څه هم کارونه پيدا کړي خو په عين وخت کې يي د خپل مينانو د پيدا کولو په برخه کې له ستونزي سره مخامخ شوي دي ٠ په دي نژديو وختونو کې د چين په هان جو ښار کې د يو شمير له مينې نه ډک زړه لرونکو کسانو له خوا په خاص ډول د نوموړو ځوانانو ترمنځ د تګ راتګ او تماسونو له پاره کلوب جوړ شوي دي ٠

ښاغلي سونګ لو يوان چه يو نه ويشت کلن ځوان او د جنوب لويديځ چين له يو کلي نه راغلي ، په هان جو ښار کې د پنځو کالو له پاره يي کار کړي او تر اوسه پوري يي خپل پس انداز هم درلود او کار و بار يي هم ډير تود ښکاري ٠ خو تر اوسه پوري هغه هم يوازي پاتي دي ٠ اوس هغه هيله لري چه په دي ښار کي يوه ښځينه دوست پيدا کړي ٠ يو بل ځوان چه سوي هاي يان نوموږي او د جيان سو ولايت له نان تونګ نه هان جو ښار ته راغلي او د کار په وخت کې د نوموړي کلوب له لارې په هان جو ښار کې يي يوه ښځينه دوست پيدا کړې ده ٠ هغه وويل چه د نوموړي کلوب د مشرې خور تان له لارې زه له يوې پيغلې سره اشنا شوم او تر اوسه پوري زمونږ ترمنځ روابط ښه ساتل شوي ، په دي نسبت زه له مشرې خور تان سره ډيره مننه کوم ٠ ښاغلي سوي هم هيله وکړه چه کله مشر ې خور تان په شان دغسي له مينه نه ډک زړه لرونکي خلک مخ په زياتيدو وي څو چه لکه د هغه په شان له بهرنيو ځايونو نه راغلي ځوانان هم په دي ښار کې خپله نيکمرغۍ پيدا کړي ٠

ميرمن تان سږکال يو څلويښت کلنه ده او يوه له مينې نه ډک زړه لرونکي ښځه او د هان جو ښار يوه عالي اوسيدونکې ده٠ سږکال د فبروري په مياشت کې د هغې په اتبکار د ښاريانو په نوم د دوستانو ترمنځ د تماسونوله پاره يو کلوپ چوړ شوي دي څو چي په وړيا ډول د هغو ځوانانو له پاره پيغلې يا زلمي معرفي کړي چه له بهرنيو ځايونو نه هان جو ښار ته راغلي او په هان جو ښار کي يي کار کوي ٠ ميرمن تان وويل چه نوموړو ځوانو کارکونکو د هان جو ښار د پرمختيا له پاره خدمتونه ترسره کړي دي ، نو ځکه زه ارزو لرم چه له دوي سره څه مرسته وکړم ٠ اوس د نوموړي کلوپ د غړو شمير ډير زيات شوي دي او عمر يي له پنځه ويشت نه تر پنځ ديرش کلن پوري دي چه پکې کارکونکي ، تريوال ، امنيت ساتونکي کارکونکي ، أشپاز او داسي نور عادي کارکونکي شامل دي ٠ ميرمن تان وويل چه اوس د کلوپ غړي څلور يا پنځو سوو ته رسيدلي ، خو زلمي د پيغلې په نسبت ډير زيات دي ، نو زه هيله لرم چه پيغله زيات شي څو چه لا زيات خلک راجلب شي ٠ اوس په هان جو ښار کې په ځينو اوسيدونکو سيمو کې چه ګرزند نفوس ډير زيات دي ،اړوند خدمتي سازمان جوړ شوي او په خاص ډول يي د محلي ځاي د اوسيدونکو سره د نوموړي نفوس د تماسونو د زياتولو له پاره بيلا بيل فعاليتونه جوړ کړي څو چه د ځوانانو ترمنځ د تګ راتګ او تبادلې له پاره فرستونه برابر شي ٠ دجه جيان ولايت دټولنيز علومو د اکاډمي څيړنکي ښارغلي يان جيان هوا وويل چه د اوسيدونکي سيمې کلتوري ، اړوند تعليمي او نورو بيلا بيل فعاليتونه بايد نه يوازي د ښاري اوسيدونکو له پاره بلکه بايد د هغو کارکونکو له پاره خدمت وکړي چه د کار له پاره له بهرنيو کليو څخه ښار ته راغلي دي ٠ څو چه ددوي د نيکمرغۍ له پاره لا زيات فرستونه برابر کړي ٠