<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-01 18:48:53    
د روغتيا د ساتنې په هکله د چين عنعنات او تجربې

cri

٠پخوا د روغتيا د ساتنې په هکله د چين څلور اړوندې طريقې معرفي شوي پنځمه طريقه دا ده چه غاښونه چيچيل د انسان غاښونه کلک او مظبوط او له درد څخه ليري ساتي ٠ دغه طريقه ساده ده ، لومړي خپل زامي لاندې او پاسني زامي په يو بل ټينګي ونښلوي او لږ څه فشار ور کړي او بيا په مخکنيو غاښونو هم دغه حرکت تيکرار کړي او تر شلو ځلو پوري يي ترسره کړي ٠ شپږم دا چه ژبه تل په خوله کې وزبيښۍ٠ زمونږ نيکونو به د خولي اوبو ته زيات اهميت ورکاوه او عقيده يي درلود چه د خولې اوبه د بدن ډير ارزښناک مواد دي ٠ ژبه په شونډو، غاښونو او تالو پوري ومښي ترڅو چه په خوله کې اوبه پيدا کړي او بيا دغه اوبه ورو ورو په څو څو ځلو د ستوني څخه تير کړي ٠ دا به مو د بدن د روغتيا له پاره ډيره ګټوره وي ٠ اومه طريقه دا وه چه خپل نس تل مساژ کوي ٠ په لرغوني زمانه کې به خلکو ويل چه د نس مساژ کول په بدن کې د وينې د جريان لاره هواروي او د هازمي له پاره ګټه لري ٠ دغه طريقه په دي ډول ده چه دواړه لاسونه يو د بل سره ومښۍ چه لاسونه تاده شي يو پر بل باندې يي کيږدۍ او د لاس ورغوي په خپل نامه ټينګ کړۍ او ورو ورو يي تر پنځوس ځلو پوري ومښۍ٠ اتم ، بايد تل د پښوتلي مساژ کړۍ ٠ زمړنږ مشرانو به ويل چه د پښو تلي مښل د پختورګۍ يا بډوډي او د اعصابو د تقويياو د بي خوبۍ د ورکولو له پاره ډيره فائده لري ٠ دغه طريقه په دي ډول ده چه دواړه پښي پاکې پري منځۍ او بيا د لاس په ورغوي د پښو تلي په مسلمسل ډول مساژ کړۍ٠ د هري پښي تلي بايد له پنځوس نه تر سلو ځلو پوري ومښۍ٠ ښه به دا وي چه د خوب نه د مخه دغه حفيف ورزش وکړۍ٠ پورتني طريقي ټول د انسانو د روغتيا له پاره ډيرې ګټوري دي ٠ که د تفرييخ يا د ساعت تيري په وخت کې دغه حرکت اجرا کړي او د اوږدي مودي له پاره يي تګرار کړي ، بدن به مو روغ او سالم پاتي شي ٠