د سين هوا اژانس د خبر له مخی : د ارجنستاين جمهوررئيس نيستور کيرچنر د ديسمبر په لومړی نيټه د پاکستان د جمهوررئيس پيرويځ مشرف سره چی اوس په اجنستاين کی په سفر بوخت دی ، خبرې اترې وکړې او د خبرو اترو په ترڅ کی دواړو خواوو څرګنده کړه چی د دواړو هيوادونو سياسی ، اقتصادی او تجارتی همکاری به تقويه کړی . مشرف د خبرو اترو په وخت کی هيله څرګنده کړه چی د پاکستان حکومت د ارجنستاين د حکومت سره د مصنوعی سپوږمی د څيړنی همکاری تقويه کړی . د دواړو هيوادونو جمهوررئيسانو هم د م م د موسسو د اصلاحاتو د ژورتيا په هکله ګډی نظريی تر لاسه کړې څو چی د ملګرو ملتونو امنيتی شورا کولی شی چی لا زياته نماينده ګی او موثريت وکړی . د خبرو اترو نه وروسته دواړو هيوادونو حکومتونو د اقتصاد او تجارت په باب ډيری همکاری موافقه ليک لاسليک کړ .
|