دچينی ژبی په اړه د مهمو زده شويو جملو د تکرارولو په هکله ٩مه برخه
ګرانو اوريدونکواودوستانو، د راډيو او انترنيت له لارې مونږ د چينی ژبې لوست په خاص پروګرام کی چين ته د سفر په هکله لومړنی برخه پای ته ورسوله او دوهمه برخه به هم تاسو ته درزده کړو . تاسو ته د نويو محتوياتو د وړاندی کولو نه مخکی به مونږ په ګډه ځينی هغې مهمې جملې چه په نوموړی لومړنی برخه کی مو زده کړې وې ، يوځل بيا تکرارې کړو . اوس مهربانی وکړئ چه له مونږ سره لاندنی جملی په تکرار سره ولولئ
Qingqiu
请求
غوښتنه
Keyi jinlai ma ?
可以进来吗?
زه دننه راتلی شم ؟
Qingjin.
请进。
مهربانی وکړئ، ننوځی !
Zheli keyi chou yan ma ?
这里可以抽烟吗?
زه دلته سګريټ څکلی شم ؟
Bu, gong gong changsuo bu zhun chouyan.
不,公共场所不准抽烟。
نه ، په عمومی ځای کی د سګريټ څکلو اجازه نه شته .
Wo keyi zou le ma ?
我可以走了吗?
اوس تلی شم ؟
Wo keyi yong yong nide bi ma ?
我可以用用你的笔吗?
زه ستاسو قلم استعمالولی شم ؟
Dangran ,gei ni .
当然,给你。
البته ، واخله .
Mafan nin , qing bang-bang mang .
麻烦您,请帮帮忙。
ته به له ما سره يوه مهربانی وکړئ .
Qing nin deng yihuier hao ma? Wo jiu lai .
请您等一会儿 好吗?我就来。
لږه شيبه انتظار وباسئ . زه به راشم .
Qing ba wo de yifu song qv xi-xi, tang-tang .
请把我的衣服送去洗洗、烫烫。
مهربانی وکړئ، زما جامی د وينځلو او اوتو کولولپاره دکان ته واستوئ .
Qing ni guanshang men he chuanghu hao ma ?
请你关上门和窗户好吗?
مهربانی وکړئ ، دروازه او کړکۍ بنده کړئ !
Qing ba yan ,cu he jiangyou digei wo hao ma ?
请把盐、醋和酱油递给我好吗?
مهربانی وکړئ ، مالګه ، سرکه او چکنی راکړئ !
Hao de , gei ni .
好的,给你。
ښه ده ، واخله ! (مالګه ، سرکه او چکنی دلته دي .)
ګرانو اوريدونکو او دوستانو ، د چينې ژبی نننی لوست په همدی ځای پای ته ورسيد او په راتلونکی لوست کی به نورې مهمی جملې هم تکرارې کړو .