د چين د بينالمللي راډيو د خبر له مخې د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياندې جانګ چي يوې د دسمبر په دوهمه نيټه په بيجنګ کې د يوې مطبوعاتي غونډې په بهير کې وويل د چين د خارجه چارو د وزارت مرستيال لي خوي به د چين د حکومت د خاص استازي په توګه د افغانستان د جمهوررئيس په توګه د حامد کرزې د لوړې په مراسمو کې برخه واخلي کوم چې د روانې مياشتې په اوومه نيټه پرځای شي ٠ هغې وويل چين د چين او افغانستان ترمنځ مناسباتو ته په ډيره درنه سترګه ګوري او هيله لري چې د افغانستان خلک د جمهوررئيس حامد کرزي تر مشرتوب ﻻندې په سالمه توګه د خپل هيواد د بيا رغونې په باب تاريخي اهميت لرونکې دنده ترسره کړي ٠
|