دوهمه برخه --- د اوريدونکو پوښتنی ته ځواب
رمز – وانګ جانی ، د پاکستان د ضلع هزاره تحصيل مانسهری نه ښاغلی محمد هاشم دا پوښتنه کړی ده چه په چين کښی څومره قومونه شته ؟ مهربانی وکړی او تاسی ور ته ځواب ورکړۍ ٠
وانګ – ښه زه به هغه ته په دی باب څه ووايم ٠
تاسو ته معلومه ده چه چين ٩ مليونه ٦ سوه مربع کيلو متره مساحت لری چه ٥٦ قومونه په دی ارته خاوره کښی ګډ ژوند تيروی ٠ د خان قوم د چين د لوی مليت عمده وجود تشکيلوی او پرته د خان قوم نه نور ٥٥ ملی اقليتونه دی ٠ د خان قوم نفوس د هيواد د يو مليارډ او ٣ سوو مليونو تنو خلکو څخه په سلو کښی ٩١ برخه نيسی او نوری ٩ برخی يی د ٥٥ ملی اقليتونو پوری اړه لری ٠ اوس په چين کښی د ولايت په درجه د مغول ، ويغور ،خوی ، جوانګ او تبت په شمول د ملی اقليتونو٥ خودمختاری سيمی ټاکلی شوی دی چه خاوره يی د هيواد د عمومی خاوری څه دپاسه نيمه برخه نيسی٠ دوی په خپله سيمه کښی په خپله قومی ژبه خبری کوی ٠ او د چين په اساسی قانون کښی ټاکل شوی دی چه چين د قومی چارو په ساحه کښی د سيمه ايز خودمختار نظام عملی کوی ٠دغه ٥٥ ملی اقليتونه په دی ډول دی : ويغور ، تبت ، مغول ، خوی ، جوان ، مياو ، ايی ، مان ، بويی ،کوريا ، دونګ ، ياو ، بای ، توجيا ، هانی ، قزاق ، دای ، لی ، لی سو ، وا ، شه ، ګاوشان ، لاګو ، شوی ، دونګ سيانګ ، ناسی ، جين پو ، قيرغيز ، تو ، داخانر ، مولاو ، چيانګ ، بولانګ ، سالار ،ماونان ، ګه لاو ، سی بوه ، اچانګ ، پومی ، تاجک ، نو ، ازبک ، روس ، نګوينک ، بنګ لونګ ، باوان ، يوګو ، جينګ ، تاتار ، دولونګ ، نګ لوين چوين ، هه جه ، من با ، ګه با او ګينو٠ چه په دی جمله کښی ١٠ ملی اقليتونه پر اسلامی مقدس دين باندی عقيده لری ٠ ددوی نومونه دا دی : خوی ، ويغور ، قزاق ، دونګ سيانګ ، جين پوه ، سالار ، تاجک ، ازبک ، باوان او تاتار٠