د افغانستان د حکومت په بلنه ، لرغون پيژندونکي ښاغلی هيبت چه د امريکې د دولتي جغرافيا د مجلې له خوا ګمارل شوي ، د مرستندوي سازمان په مالي مرسته د ١٨ تنو افغانانو په شمول يو ګروپ جوړ کړ ٠ دوي د افغانستان په جمهوري ماڼۍ او نورو ځايونو کي د کابل د موزيم زيات شمير هغه تاريخي اثار پيدا کړل کوم چه ٢٥ کاله دمخه يعني په ١٩٧٩ کال کي په افغانستان باندي د پخواني شوروي اتحاد د تيري کولو نه وروسته ورک شوي وو ٠ په دغو تاريخي اثارو کي د افغانستان نژدي ٥ زره کلن تاريخ ليکل شويدی ٠
تر ټولو نه تصادفي کار دا دی چه لرغون پيژندونکو حتي د څه د پاسه ١٢٠ صندوقونو تاريخي اثار پيدا کړي دي چه شمير يي د اټکلي ٦ صندوقونو په نسبت څه د پاسه ٢٠ چنده زيات شويدی ٠ په دغو تاريخي اثارو کي د فيلونو د غاښونو حکاکي ، بودايي مجسمې ، خاورينې مجسمې ،څه د پاسه ٢ زره کاله دمخه طلايي سکې ، زيورات او هغه مصنوعات چه د لرغونې زمانې د وريښمينې لارې له برکته له چين ، هند ، مصر ،لرغوني يونان او لرغوني روم نه افغانستان ته راانتقال شوي وو او داسي نور قيمتي تاريخي اثار شامل دي چه شمير يي له ٢٢ زرو نه زيات دی ٠
د ٢٥ کالو راهيسي ورک شوي دغه قيمتي تاريخي اثار لا هم ښه ساتل شوي دی
چه دا د هيبت لپاره يو تصادفي کار دی ٠
څرنګه چه د کابل د موزيم تاريخي اثار په عجيبه توګه ورک شوي او د زياتو کلونو راهيسي يي پته معلومه نه وه ، نو لرغون پيژندونکو فکر وکړ چه دغه تاريخي اثار به په پوره توګه ويجاړ شوي وي يا به د ځينو کسانو له خوا راټول او ساتل شوي وي ٠
ښاغلی هيبت وويل چه دغه تاريخي اثار تر اوسه پوري ښه ساتل شوي دي چه دا بيخي يوه حيرانونکي پيښه ده ٠ د کابل موزيم لا پخوا د جګړې په اور کي سوځيدلي او هيچا فکر نه کاوه چه د موزيم کارکوونکو به په داسي طريقو دغه قيمتي تاريخي اثار ساتلي وي او هغه به يي په دی ٢٥ کالو کي پټ کړي وي ٠لا تراوسه پوري د تاريخي اثارو د ارشيفونو په باب ټول اسناد او هغه کسان نه دي پيدا شوي کوم چه دوي دغه صندوقونه په څه ډول پټ کړي و يا يي په پټوځايونو کي ځاي پر ځاي کړي وو ٠
د افغانستان حکومت اوس فکر کوي چه ايا دغه تاريخي اثار تر هغه وخته پوري چه په کابل کي نوي موزيم جوړ يږي ، په نړۍ کي ننداره چيانو ته وړاندي کړي