
امان الله سېلاب ( ساپي ) د نصرلله زوی په ١٣١٢ هجري کال د سنبلې په مياشت کې د ننګرهار ولايت د کامې په ( غازي ) نومې کلي کې زېږېدلی دی ، لومړنۍ زده کړې يې د کامې د اخوند کلي د ښوونځي څخه پېل اوپه ١٣٢٥ کال کې د ښوونځي بری ليک ترلاسه کړ او بيا شپږ کاله په ځانګړي توګه د فقې اصول ، تفسير ، احاديث صرف نحو، منطق ، حکمت ، عروض او نورو متداوله علومو په برخه کې ځنې کتابونه ولوستل . په ١٣٣١ کال کې د کابل د قاضيانو د مدرسې په دوېم ټولګي کې شامل شو او بيا له درېم ټولګي څخه د کابل د عربي دارالعلوم نهم ټولګي ته لاړ ، په ١٣٣٤ کال کې يې د عربي دارالعلوم څخه بري ليک ترلاسه کړ او بيا يې د عدلي وزارت د الفلاح د مجلې په دفتر کې په کار پېل وکړ . په ١٣٣٩ کال کې د راډيو د خپرونو د مراقبت کفيل مقرر شو او بيا د راډيو افغانستان په بېلابېلو خپرنيز برخو کې په کارونو بوخت شو . سېلاب ( ساپي ) چې خپله شاعري يې په ١٣٣٠ کال کې پېل کړې د پښتو ژبې ډېر ښه غزلبول شاعر و .
د وطن ترانه
دا ښکلی وطن زمونږه تن د زړه ټکور دی
دام د مينې کور دی
دا په مونږه ګران د هر افغان د سترګو تور دی
دام د مينې کور دی
شاړي دي که غرونه دي
د شتې که باغونه دي
ترخې که ګلونه دي
هر څه کې خوندونه دي
زوږ کې د سيندونو جوړ د مينې ټنګ ټکور دی
دام د مينې کور دی
خاورې شګې يې زرګڼو
کڼکې يې جمدرګڼو
ژوند په کې اختر ګڼو
هر څه نه يې بهتر ګڼو
تل ترې قربان شوی زوړ او ځوان د عشق په زور دی
دام د مينې کور دی
دام د مينې کور دی
دا د ابدالي مينه
دا د ننګيالي مينه
دا د جنګيالي مينه
دا غوره عالی مينه
دلته اوسيدونکی يو د بل سکنی ورور دی
دام د مينې کور دی
دام د مينې کور دی
دا وطن ليلا زمونږ
ده ملي حيا زمونږ
بوټي يې دوا زمونږ
ژوند او روح او سا زمونږ
عشق د ترقۍ يې د سېلاب په زړه کې اور دی
دام د مينې کور دی
دام د مينې کور دی
کابل ـــ راډيو د هنر څانګه
١٧ ـــ ٥ ـــ ١٣٥١