د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د امريکې جمهوررئيس بوش د دسمبر په څلورمه نيټه په واشنګټن کښی د پاکستان له جمهوررئيس پرويز مشرف سره کتنه وکړه ، دواړو خواوو له تروريزم سره د مجادلې او د پاکستان او هند د روابطو د موضوعاتو په باب خبرې اترې وکړې٠
بوش له تروريزم سره د مجادلې په غرض د پرويز مشرف د کوششونو قدردانی وکړه او دا يی څرګنده کړه چه د فلسطين په نامه د هيواد جوړيدل او د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د کشالې حل وفصل د تروريزم په ضد د ټولې نړۍ په مجادله کښی د زړی اهميت لری ، د دې مسئلې د حل دپاره به امريکه به د فلسطين نامه د يوه داسی هيواد د جوړولو دپاره هڅه وکړی کوم چه په سوله کښی به له اسرائيلو سره ګډ ژوند وکړی ٠
پرويز مشرف د بوش له خبرو سره موافقه څرګنده کړه او دا يی څرګنده کړه چه پاکستان د فلسطين د هيوادو له جوړيدو څخه ټينګ ملاتړ کوی ٠