<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-05 17:37:22    
د ٢٠٠٨کال د بيجينګ د اولمپيک د سپورتی لوبو په اړوند پلان سره سم به د چاپيريال د ښکلا او پاکوالی لپاره ١٢ مليارده ٢ سوه مليونه امريکايی ډالره بيل شی

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی ، خبريال د روانی مياشتی په ٥نيټه له يوی اړوندې غونډی نه خبر اخيستی دی چه په بيجينګ کی د ٢٠٠٨کال اولمپيک د ګرين  لوبو د اجراکولو لپاره پلان ټاکل شوی دی . ددی پلان سره سم به د راتلونکو درو کالو په اوږدو کی د بيجينګ ښاروالی د چاپيريال د ښکلا او پاکوالی په اړه د شلو لويو پروژو لپاره ١٢ مليارده ٢ سوه مليونه امريکايی ډالره مصرف کړی .

د معلوماتو له مخی ، تر ٢٠٠٧ کاله پوری به د بيجينګ په ښار کی په سلو کی ٥٠ سيمه د ونو له ګڼ ګور سيوری څخه برخوردار وی . هغه پنځوس غټ اوپراخ چمنونه به رامنځ ته شی چه د هر يو مساحت به يی له لسو زرو مربع مترو نه زيات وی . دغه راز د بيجينګ په ښاري سيمو او شاوخواؤ ښارګوټيو کی د اوسيدونکو د ژوندانه او د صنعتی توليداتو په بهيرکی پيدا شوی ټول کثافات به تر بی ضرر رسوونکی اداری لاندی ونيول شی .