<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-05 17:40:22    
چين به د نفوسو له درو لويو لوړو څپو سره مخامخ شی .

cri

د نفوسو او دکورنی لارښودنی د چارو د ملی کميټی رئيس جانګ وی چينګ د نفوسو او د مسلسلی انکشافی ستراتيجۍ په باب هغه بين المللی مباحثوی غونډه کښی چه لږه موده دمخه د شانګهای په ښار کښی جوړه شوه ، وويل چه په راتلونکو شلو اوديرشو کلونو کښی به دچين د نفوسو دری لويی لوړی څپی په وار سره راورسيږی .

ښاغلی جانګ وی چينګ وويل چه د نفوسو دزياتوالی د کنترول او د وګړو د ژوندد لوړتيا په باب پاليسۍ چه د تيری پيړۍ داوومی لسيزی له پيل څخه په چين کښیپه هر اړخيز ډول عملی شوی وه ، د ليدو وړ برياليتوبونه لاس ته راوړی دی .خو د نفوسو د زياتوالی د قوی جبر خاصيت له کبله به په راتلونکو شلو کالو کښی په چين کښی هرکال د نفوسو خالص زياتوالی به هم د لسو مليونو تنو په شاو خوا کښی وساتل شی ، دنفوسو د زياتوالی ټيټ ميزان او د نفوسو د ډير زياتوالی اندازه دواړه به يو ځای موجود وی ، نوځکه د نفوسو دعمومی اندازی ډير زياتوالی به لا هم دچين په وړاندی لومړۍ مسئله وی چه بايد ور سره مخامخ شی او د حل وړ وی .تر٢٠٢٠ کاله پوری دهغو خلکو شمير چه عمر به يی

له پنځلسوکالو نه تر څلور شپيته کالو پوری وی ،نه سوو څلويښتو مليونو تنو ته

ورسيږی او دغه رقم به دعمومی نفوسو په سلو کښی پنځه شپيته برخه ونيسی، په دی ډول به کار او استخدام ته ستر فشارونه ورسول شی .همدا راز د سپين سرو او سپين ږيرو برخه به د اوس په سلو کښی له اوو نه په سلو کښی يوولس اعشاريه اتو ته زياته شی .د اټکل له مخی کله چه لوړه څپه راورسيږی ، دهغو سپين ږيرو او سپين سرو تناسب به چه عمر به يی له پنځه شپيته کالو څخه واوړی ، په سلو کښی دريويشت ته ورسيږی ، دا به دچين د اجتماعی ضمانت د سيستم دپاره سخت چلنج وګڼل شی .

محمود عباس دا وړانديز کړی چه په فلسطين کښی د عمومی انتخاباتو دڅلورو او يا پنځو مياشتو نه وروسته د مقننه قوی دپاره انتخابات تر سره شی .

زمونږ د راډيو د خبريال د خبر له مخی د فلسطين يو عالی رتبه مامور دنوامبر په اوولسمه نيټه وويل چه د فلسطين د ازادۍ بخښوونکی سازمان د اجرائيوی کميټی رئيس محمود عباس دنوامبر د شپاړلسمی نيټی په ماښام دا وړانديز وکړ چه په فلسطين کښی د راتلونکو عمومی انتخاباتو د څلورو او يا پنځو مياشتو نه وروسته دمقننه قوی دپاره انتخابات تر سره شی .

د خبر له مخی عباس په غزه کښی د اسلامی مقاومتی غورځنګ د حماس د ډلی او د فلسطين د اسلامی جهاد سازمان د جهاد د نماينده ګانو سره د خبرو اترو نه وروسته نوموړی لايحه وړاندی کړی ده .

د حماس او جهاد نماينده ګانو په خبرو اترو کښی وويل چه دوو سازمانونو پريکړه وکړه چه د فلسطين د ملی مقتدر سازمان د رئيس د ټاکلو په هغو انتخاباتو کښی ګډون ونه کړی کوم چه د راتلونکی کال د جنورۍ په نهمه نيټه به تر سره شی .