<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-05 18:06:52    
د سياسی ګوندونو لوبه ( ٢ )

cri

کله می چی نګارې ليک ولوست، په ټول صورت می د مينې لمبې بلی شوی، ما ويل چی جامی می اور واخيست. هېڅ ځای می ارام نه درلود، د مستو اسونو په شان مخ په غره او په بيديا شوم. د شعر په شان خندا می شو ما نه کړ، ژړا می هم هيره نګړه او د ليوانيانو په شان خندا می هم کوله ډېره ډېره. و می ويل:

--نجلۍ! په غضب واوړی لکه زه چی پری اخته يم، اخر دا خوږی خوږی خبری دی له چا نه زده کړی؟

له دی نه وروسته مو د ليکونو په ليږلو او ليکلو پيل وکړ. يو ګهيځ يو غرمه او هم بيګاه هر ليک به می چی ور ته ليکه او يا به نګارې ما ته راليږه زما د مينې داور شغلی به لا پسی لمبی کيدای.

زما د مور او پلار څخه نيولی د کوڅی ټول ګاونډيان هم زما په کړيدلو وپوهېدل. مور می د غوښتنې په مقصد د نګاری مور ته ورغله او پلا می هم د دې پلار ته ورغی، اول خونی هو ری دوری وکړل، کله چی پوه شول، کار له کاره وتلی دی نو راضی شول.

داسی فيصله وشوه چی در مندو نه واخيستل شی. نو دواده سر شته به نيوله کېږی. بالاخره نګاره زما په نامه شوه او زه د نګاری په همدې مناسبت مو لوی جشن جوړ کړ او د هغه ډېر زيات لګښت له امله چی و مو کړل زما د پلار د اقتصاد ملا ما ته شوه، زما او زما د مور او د کورنۍ ملا وی هم غوټی ما تی شوی. هغسی يو جشن مو نيولی و چی دوستانو به خندل او دښمنانو به ژړل. پلار می ډېر وياړل ويل به يی چی د همدغسی يوه واده په خاطر می که ټول جايداد لاړ شی ارزی.

د نګارې پلار هم په خوشحالۍ کی زما له پلاره کم نه و، او د دی دپاره چی زه يی زوم شوی وم که ټول ژوند يی له لاسه ورکړی وای هم پری اړ نه و.

بل کال د درمندونو د اخيستلو په وخت کی عجيبه پېښه وشوه د زمانی کږو وږو ته خو ګوره، تر دی وخته پوری زمونږ په سيمه کی نه ګوندو او نه موند. کله چی د ديمو کراسۍ غږ شو، ګوندونه هم را وزيږېدل. زه د ګوندونو په زيږيدو څه خفه نشوم او حتی د ګوندونو د زيږيدو زيری می هم پری وکړ او له ډېری خوښۍ می اټنونه وکړل، خو د ګوندونو درا پيدا کېدو سره سم زما بد مرغۍ هم سر را اوچت کړ.

ګوندونه جوړ شول، خلک په ډلو وويشل شول، د نګارې پلار هم په يوه ډله کی شو او زما پلار يی په مقابله ډله کی ولويد.

هر څو می چی پلار ته وويل:

هی پلاره، ګوره د مړيو او ژونديو په خاطر، زه او نګاره ستاسو په ګوندونو کی څه غرض نلرو ما او هغه پريږدی چی د مينی په ګوند کی د تل دپاره پاتی شو، مګر چيرته ...کار له کاره ووت، زما او د نګارې پلرونه په مخالفو ګوندونو کی شامل شول او يوه د بل سره رقيب واقع شول.

د نګارې پلار وويل – زه خپله لور د خپل رقيب ګوند دغړي سړي زوي ته ورکوم ٠

پلار مي هم ځواب وروليږه – زه هم د مخالف ګوند د يوه غړي لور کور ته نه پريږدم ٠

ﻻ حول مې کړل ٠٠٠٠ افسوس په دې بد چانس ٠٠ تاسې خدای ٠٠٠ دا بدمرغۍ خووينې ؟

اوس تاسو ووايۍ ٠٠٠٠ ددې ډول خلکو سره خبرې کول ښايي زه اوس افسوس کوم چې د ګوندونو د راتګ څخه مې څو ورځې مخکې واده کړی وای ، اوس به په دې بدمرغۍ نه اخته کيدلم ٠

نګاره هم زما څخه بدتره وه ٠

د شپې په تياره کې به زه هره شپه ورتلم او په يوه ګوښه کې به مو د زړه ناخوالۍ سره ويلي ،

أخر به زمونږ کار په څه ډول شي ؟

--- نه پوهيږم

--- يو فکر وکه ، داسي نه کيږي --- نه مې وينې چې زه ورځ په ورځ کړيږم ٠

--- زه هم له تا نه بدتر يم ٠٠٠٠

ولې څه وکړو ؟

په أخر کې مې ورته وويل راځه چې ودې تښتوم٠

پوهيږي چې څه يې راته وويل ٠ زه د پلار برخلاف هيڅ کار نه کوم ٠

خو تا راته ويل چې ته زما د مينې په مقابل کې له خپله سره هم تيره يې ؟

هو همدا اوس په دې راضي يم چې ومرم--- خو رسوايي نشم منلی ٠

( نور پاتې )