<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-05 18:12:01    
د چين حکومت په کوشش سره اواره وو او سرګردانو کوچنيانو ته نجات او پاملرنه ور کوي

cri

د اواره وو اوسرګردانو کوچنيانو واقعي حالت د چين د حکومت له خوا د زياتې توجه وړ ګرځيدلي دی ٠ د نابالغانو د ساتنې د قانون او د نابالغانو د جرمونو د ممنوع کولو د قانون په بنسټ ، د چين حکومت د ٢٠٠٣ کال په اګيست کي په خاص ډول له ښاري اواره وو کسانو سره د مرستې په غرض د يو لړ اداري طريقو په تطبيق کولو پيل کړيدی ٠ چين د ماشومانو د حقوقو په باب د م م د کنوانسيون د امضا کوونکي هيواد په توګه ددی کنوانسيون د مشخصو محتوياتو له مخي د چين د ماشومانو انکشافي پروګرام طرح کړ او ژمنه يي وکړه چه د اواره وو کوچنيانو په شمول د چين د ټولو ماشومانو د ژوند حالت ښه او بشپړ کړي او دغه کار به په جلا جلا توګه د چين د ملکي چارو ، د عدليي او د ښځو د اتحاديو په شمول د زياتو څانګو له خوا په ګډه سره سر ته ورسوي ٠

د چين د دولتي شورا په اړوند د ښځو او ماشومانو د کاري کميټې د دفتر مرستيالې ميرمنې جانګ يوو غه خبريال ته وويل چه د څو کالو راهيسي ، د چين په لويو او منځنيو ښارونو کي په وار سره ١٢٨ د لنډې مودې لپاره د نجات او پاملرنې هغه مرکزونه جوړ شوي کوم چه په خاص ډول اواره وو کوچنيانو ته عاجله پناګاه ور کوي او د اړتيا وړ ټولې پيسي يي د دولت د ملکي چارو د څانګو او د محلي حکومتونو په غاړه دي ٠ دغه مرکزونه هغه ټولنيز خيريه سازمانونه ګرځيدلي دي چه دولت ددوي په عوض د نظارت او پاملرنې دنده په غاړه لري ٠

د چين په شي جيا ځوانګ ښار کي د کوچنيانو او ماشومانو د پاملرنې او روزنې مرکز په چين کي د اوږدې مودې لپاره له اواره وو ماشومانو سره د مرسته کولو لومړني خاص سازمان دی چه د حکومت په مالي مرسته فعاليت کوي ٠ د شي جيا ځوانګ ښاروالي په وار سره د څه د پاسه ٤ مليونو ژن مين بي يونو پيسو په لګولو سره دغه مرکز چه مساحت يي له لسو زرو مربعو مترو نه زيات دی او له ٣ سوو تنو نه زيات کوچنيان پکي ځاييږي جوړ کړي او هره مياشت د هر ماشوم لپاره ١٥٠ يونه د ژوندانه لګښت ادا کوي ٠ د ٢٠٠٢ کال د مارچ په مياشت کي د لومړي ډلې د اواره وو او سرګردانو ماشومانو د منلو راهيسي ، دغه مرکز ١٤٠ تنه اواره ماشومان چه د چين د ٢٢ ولايتونو او خودمختارو سيمو نه راغلي منلي او د ٨١ تنو اواره وو ماشومانو اصلي خپلوان يي پيدا کړيدي ٠

د شي جيا ځوانګ ښار د عدليي د رياست رييس ښاغلی جانګ شوانګ چوان چه ددي سازمان د ادارې دنده په غاړه لري ، خبريال ته وويل چه دغه مرکز د مطبوعاتي ذرايعو په همکاري د ١١ تنو بي کوره او اواره وو ماشومانو لپاره له ټولنې نه داوطلبانه پلرونه او ميندې ګمارلي دي چه دوي د هرې اوونۍ د شنبې او يکشنبې د رخصتۍ په دوو ورځو کي د پلار او مور وظبيفه په غاړه لري ٠ اوس دغه ١١ تنه ماشومان د هرې رخصتۍ په ورځو کي په خوشحالۍ سره خپلو کورونو ته تللي شي ٠ لږه موده دمخه د امريکې د قانون پوهانو د ټولنې په اړوند د زلميانو او کوچنيانو د قانوني مرکز قانون پوه ښاغلی ويلم ګريمو له دغه مرکز نه د ليدنې کتنې نه وروسته وويل چه ددی مرکز په ليدو سره زه حيران پاتي شوم ٠ د شي جيا ځوان ښاروالي موثر تدابير نيولي او په دی برخه کي زمونږ لپاره ښې تجربي برابرولي شي ٠

په ډول ډول شکلونو سره له اواره وو او سرګردانو ماشومانو سره مرسته او پاملرنه کول په اوسني وخت کي د هغو موضوعاتو څخه شميرل کيږي چه د چين حکومت په کوشش سره يي حلوي ٠ د ٢٠٠١ کال څخه ، د چين د ملکي چارو وزارت د م م د ماشومانو د صندوق په شمول د مربوطو بينالمللي سازمانونو په همکارۍ ، په جلا جلا توګه د چين د خه نان ولايت په مرکز جنګ جو ښار او د خو نان ولايت په مرکز چانګ شا ښار کي له اواره وو او سرګردانو ماشومانو سره د مرستې په غرض د تقليدي يا مجازي کورنۍ ازموينه تر سره کړيده څو چه په تدريجي توګه له ټولنې سره د اواره وو ماشومانو مينه او محبت زيات شي او د هغو اواره وو کوچنيانو ژوند تامين کړي شي کوم چه کورني لري ، خو بيرته نه شي ستنيداي يا د کورنۍ ادرس يي معلوم نه دی ٠

د خبر له مخي ، د چين د دولتي شورا په اړوند د ښځو او ماشومانو د کار کميټې د اواره وو او سرګردانو ماشومانو د حقوقو د ساتنې په غرض د پروګرام په تطبيق پيل کړي او د اوسيدونکو سيمې او داوطلبان يي دی ته هڅولي چه د خپلو سيمو د اواره وو ماشومانو مشکيلات ليري کړي ٠ د تطبيق په بهير کي د شي جا ځونګ ښار د تان ګو په اوسيدونکي سيمه کي څه د پاسه ٣٠ تنو اوسيدونکو ماشومانو له اواره وو ماشومانو سره دوستي ټينګه کړي او د اوسيدونې سيمې د سازمان تر لارښوونې او مرستې لاندې دغه اواره ماشومان د کورنۍ له نيکمرغۍ څخه برخوردار شويدي ٠