<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-06 17:49:17    
دچين ختيځی سيمی به د لويديځو سيمو دودی زيات ملاتړ وکړی .

cri

زمونږ د راډيو خبريال د ٢٠٠٤ کال دپاره د چين د لويديځو سيمو له فورم څخه چه لږه موده دمخه د جنوبی چين د ګوانګ سی د ځوان قوم د خودمختاری سيمی د نان نينګ په ښار کښی پای ته ورسيده ، خبر اخيستی د ی چه د اقتصادی او ټولنيز انکشاف په برخه کښی دچين د ختيځو او لويديځو سيمو تر منځ د فاصلی د کموالی دپاره دچين د ختيځو سيمو ولايتونه به دلويديځو سيمو د ودی زيات ملاتړ وکړی ، دخپلو سيمو تصديو ته به تشويق ورکړی چه په لويديځو سيمو کښی پانګه واچوی څو چه دغه دوی سيمی په ګډه سره انکشاف ومومی .

د طبيعت ، تاريخ او ټولنی او نورو علتونو له کبله د اوږدی مودی نه راهيسی د اقتصدی ودی په برخه کښی دچين د لويديځوسيمو د دوولسو ولايتونو ، خودمختارو سيمو او ښارونو او د ختيځو سيمو د ساحلی سيمو تر منځ نسبتا زياته فاصله موجوده ده . د ٢٠٠٠کال له پيل نه ددغی فاصلی د ګام په ګام کموالی دپاره چين د لويديځو سيمو د ودانولو په باب پلان تطبيق کړی او زيات امتيازی پاليسۍ يی غوره کړی دی . په تيرو پنځو کلونو کښی دنوموړی ستراتيجۍ په تحريک په لويديځو سميو کښی دداخلی توليداتو عمومی ارزښت په منځنی ډول هر کال په سلو کښی لس زيات شوی دی .

که څه هم حالت داسی دی ، خو اوس دچين د ختيځو او لويديځو سيمو ترمنځ فاصله لا هم د پراخيدو په حال کښی ده . د ارقامو څخه څرګنديږی چه تيرکال دچين په لويديځو سيمو کښی د هر يو تن په سر د داخلی توليداتو منځنی عمومی ارزښت

د ختيځو سيمو د منځنی سويی په سلو کښی له څلويښتو څخه هم کم و . د ٢٠٠٤

کال دپاره د لويديځو سيمو په فورم کښی د چين د ختيځو او لويديځو سيمو مامورينو د دغو دوو سيمو تر منځ د فاصلی د پراخوالی د مخنيوۍ په باب بحثونه وکړل .

د جيانګ سو ولايت له داسی ولايتونو څخه شميرل کيږی چه اقتصادی وده يی ډيره چټکه ده ، تيرکال دنوموړی ولايت د داخلی توليداتو عمومی ارزښت د ټول هيواد په سلو کښی يو پر لسمه برخه ونيوه دنوموړی ولايت مرستيال لی چوان لينګ وويل پخوا د جيانګ سو ولايت او د لويديځو سيمو د ولايتونو تر منځ متقابلی تبادلی ډيری زياتی وی او پروګرامونه يی هم زيات وو ، خو پکښی لږی پانکی اچول شوی وی . اوس د دواړو خواوو تر منځ تجارتی اندازه هم ورځ په ورځ زياته شوی ده ، د جيانګ سو ولايت زياتی تصدۍ غواړی چه په په لويديځو سيمو کښی پانګه واچوی او فابريکی جوړی کړی ، زمونږ او لويديځو سيمو ترمنځ همکارۍ به حتما ورځ په ورځ زياته شی .

په دی وروستيو څو کلونو کښی د ختيځ چين د ولايتونو او ښارونو حکومتونو څو څو ځله تصدۍ دی ته هڅولی چه د لويديځوسيمو څخه ليدنی کتنی وکړی او د پانګه اچونی دپاره مهمی ساحی و ټاکی .اوس د ختيځو سيمو زياتی تصدۍ لويديځو سيمو ته داخل شوی دی او له ټاکلی وخت نه مخکښی يی د نوموړ و سيمو بازارونه نيولی دی . يوازی په ختيځو سيمو کښی د جه جيانګ ، شان تونګ او جيانګ سو په درو ولايتونو کښی د ٢٠٠٠ کال له پيل نه پځلس زره تصديو په لويديځو سيمو کښی دديرشو مليارډو ژن مين بی يونو په اندازه پانګی اچولی دی .

دچين د شان تونګ ولايت مرستيال ښاغلی وانګ ژين يوان وويل چه مونږ د

شان تونګ ولايت لويديځو سيمو ته د صنايعو د انتقالولو په بهير کښی تر هرڅه لومړۍ په ښکاره توګه دوه اصول وړاندی کړی دی .لومړۍ د دولت د صنعتی سياست په مطابقت او د دولت د صنعتی سياست په اجازه زمونږ تصدۍ د لويديځو سيمو په ودانولو کښی د ګډون شرط او حق لری . دوهم ، مونږ دا اجازه نه ورکوو چه له وخت نه لويدل شوی تخنيکونه او تجهيزات په لويديځو سيموکښی استعمال شی .مونږ دا غوښتنه کوو چه دختيځو سيمو ګټور شرايط د لويديځو سيمو له تفوق سره يو ځای کړی شی او هغه مقصد ته ورسيږی کوم چه په ګډه سره ګټی لاس ته راوړی .

د ختيځ چين د ولايتونو مامورينو وويل چه دوی به ګام په ګام د لويديځو سيمو له ولايتونو سره د ګډی هماهنګۍ نظام جوړ کړی او په اقتصادی او تجارتی برخه کښی به د لويديځو سيمو دولايتی حکومتونو سره تبادلی او همکارۍ پياوړی کړی ، په لويديځو سيمو کښی د پانګه اچونی په برخه کښی د تصديو د ملاتړ دپاره به يو لړ امتيازی پاليسۍ اجرا کړی .