<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-06 17:56:22    
بايد پر چاغوالي باندې غلبه ومومي

cri
هر کال د نوامبر څوارلسمه نيټه د قند ناروغۍ په نامه نړيواله ورځ ده ٠ سږني موضوع يي د قند ناروغۍ د مخنيوي له پاره بايد پر چاغوالي باندې غلبه ومومي ٠ د روغتيا د بين المللي سازمان د اټکل له مخې اوس په ټوله نړۍ کې تقريبأ يو سلو اويا مليونه خلک د قند په ناروغۍ اخته شوي او تر ٢٠٢٥ کاله پوري به نوموړي شمير درو سوو مليونو ته زيات شي ٠ ويل کيږي چه چاغوالي د قند ناروغۍ يو مهم سبب دي او پخپله هم يو ډول ناروغۍ ده ٠ د څيړنې له مخې د هغو کسانو په نسبت چي د بدن وزن يي برابر دي ، د چاأو کسانو په سلو کې د پنځوس برخو کسان به په راتلونکي کې د قند په نانروغۍ کې اخته شي ٠ دغه راز د قند اوهم ډول د ناروغانو په سلو کې اد اتيا برخو وزن له معياري وزن څخه اوښتي دي ٠ اوس په نړۍ کې يا په پرمختللو هيوادو يا په پرمختيايي هيوادونو کې د چاغوالي مسئله د ټولو له پاره د توجه وړ مسئله ګرزيدلې ده ٠ د اړوندو ارقامو له مخې اوس په ټوله نړۍ کې د يو مليارډو وګړو د بدن وزن له معياري وزن نه زيا دي ٠ د اړوند اټکل له مخي اوس په چين کې د هغو کسانو شمير چه چاع دي ، يا وزن يي له معياري وزن نه زيات دي ، په جلا جلا توګه څه د پاسه دوو سوو مليونو او شپيتو مليونو تنو ته رسيدلي دي ٠ دغه راز په ښارونو کې د اوسيدونکو د چاغوالي ميزان په سلو کې ديرش برخه نيسي ٠ د څيړنې له مخې د جسمي کار کمبود او نا سم خوراک د چاغوالي مهم علت دي ٠ نو ويل کيږي چه د قند ناروغۍ د مخنيوي له پاره خلک په ورځني ژوند کې بايد خپل وزن کنترول کړي ٠ دغه راز د قند ناروغانو له پاره د خپل وزن کمول د خپلې ناروغۍ د علاج له پار ههم يو هدف ګڼل کيږي ٠ ويل کيږي چه د معياري وزن او د مساعد ورزش ساتل د قند ناروغۍ او د نورو ناروغيو د مخنيوي له پاره تر ټولو نه ډيره موثره لاره ده ٠