<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-06 18:43:34    
د باروت مخترع نوبيل الفريد بيرنخارد

cri
ګرانودوستانو ټولو ته معلومه ده چې په نړۍ کې د نوبيل د صندوق کميټه هرکال هغو ممتازو شخصيتونو ته چې د فزيک ، کيميا، طب ، ادبياتو ، اقتصاد او دنړيوالې سولې د ترسره کولو دپاره يې ستر برياليتوبونه ترلاسه کړي وي جايزه ورکوي ٠
اوس مونږ د دې صندوق د بنسټ ايښودونکي نوبيل په لنډه توګه تاسو ګرانو دوستانو ته معرفي کوو٠
نوبيل الفريد بيرنخارد په ١٨٣٣ کال کې د سويډن په مرکز ستاکهولم کې وزيږيد ، د نوبيل پلار يو ميخانيک و ، نوبيل د کوچنيتوب په وخت کې يوازي په رسمي مکتب کې د يوه کال دپاره درس لوستلی و ، هغه په کوچنيوالي کې انګليسي ، فرانسوي ،روسي او جرمني ژبې زده وکړې وي ٠ کله چې نوبيل لوي شو د کيميا سره يې ډيره علاقه وښودله ، په ١٨٥٠ کال کې کله چې هغه دوولس کلن و او د زده کړې دپاره امريکې ته وﻻړ او په امريکا کې يې څلورکاله زده کړه وکړه ، ورپسي په ١٨٥٤ کال کې هغه بيا د زده کړې دپاره روسيې ته وﻻړ او هلته يې پنځه کاله تيرکړل ٠ د روسيې نه سويډن ته د بيرته ستنيدو نه وروسته نوبيل د باروت په څيړنې ﻻس پورې کړ ، که څه هم د نوبيل پلار څو څو ځله نوبيل ته ويلي وو چې د باروت څيړل يو ډير خطرناک کار و ٠ مګر نوبيل خپله اراده پري نه ښودله ٠ د سل هاو ازموينو نه وروسته نوبيل په بري سره منفجره چاشني جوړه کړه ، ريښتيا وه چې د باروت څيړنه يو ډير خطرناک کار و ٠ د ١٨٩٤ کال د سپتمبر په دريمه نيټه د نوبيل په ﻻبراتوارکې د باروتو د ازموينې په وخت کې باروت وچاودچې په نتيجه کې د نوبيل د ورور په شمول پنځه تنه کسان مړه شول ٠ څرنګه چې د چاودنې په وخت کې نوبيل په ﻻبراتوار کې نه و نو ځکه نوبيل ددې بدمرغۍ نه خلاص شو٠ددې پيښې له امله د نوبيل ازموينې له لوي فشار سره مخامخ شواو د سويډن حکومت هم هغه ته اجازه ورنه کړه چې چې په مځکه کې د باروت ازموينې ته دوام ورکړي ، د فشار او ستونزو په وړاندې نوبيل هم ټينګه اراده درلوده چې خپلو ازموينو ته دوام ورکړي ٠ نو هغه يوه کښتي په اجاره واخيستله او په يو جهيل کې يې خپل ﻻبراتوارجوړکړ، په ١٨٦٦ او ١٨٧٧ کال کې نوبيل په بري سره مين او د تيزاب او ګليسرين په واسطه باروت جوړکړ٠ پر دې بنسټ په ١٨٧٥ کال کې نوبيل يو ډول سخت باروت اختراع کړل چې مواد يې د تيتروګليسرين او سليسي جدارلرونکي خاورې سره ګډشوی و ٠نوبيل په چټکۍ سره په برتانيه ، المان او فرانسه کې ددې ډول باروت امتيازي حق ترﻻسه کړ٠ دا ډول باروت په پراخه توګه د کانونو ، سړکونو ړ اوسپنيزو ﻻرو جوړولو په پروژو کې استعماليدل ٠ په ١٨٨٨ کال کې چې نوبيل ٥٥ کلن و هغه يو ډول بې لوګي باروت اختراع وکړ ، دا هم يو ډول ډير سخت باروت و٠
د باروت د څيړنې نه پرته نوبيل په کيمياوي ساحه کې ډير اختراعات ترسره کړل٠ د نوبيل په ټول عمر کې د ٢٥٥ اختراعاتو امتيازي حقونه ﻻسته راوړي ووچې له دې جملې څخه ١٢٩ ډوله اختراعاتو په باروت پورې اړه درلوده ٠
ﻻ په ١٨٦٦ کال کې نوبيل د خپلو اختراعاتو له امله په سويډن کې تر ټولو نه زياتي شتمني ترلاسه کړې٠ ورپسي هغه د نفت د ايستلو او د وسلو د جوړيولو په چارو کې زياتې پانګې واچولې او له دې ﻻرې نه يې ﻻ زياتې پيسې ترلاسه کړې ٠که څه هم نوبيل په خپل ژوند کې د يوې نجلۍ سره مينه پيداکړې وه خو په پاي کې يې ورسره واده ونه کړ٠ د ١٨٩٥ کال د نوامبر په ٢٧ نيټه نوبيل په خپله يوه وصيتنامه کې
وليکل چې زما له پانګې څخه يوه برخه دې د صندوق په توګه په باوري چارو کې پانګه واچول شي او ورڅخه ترلاسه شوي کلني ګټه دې د جايزې په توګه هغو شخصيتونو ته ورکړل شي چې د انسان د پاره يې ستر خدمتونه ترسره کړي وي ٠
د ١٨٩٦ کال د دسمبر په لسمه نيټه نوبيل الفريد بيرنهارد له دنيا څخه خپلې سترګې پټې کړې ٠ دده په نوم د جوړشوي صندوق کميټه هرکال د دسمبر په لسمه نيټه له دې صندوق څخه نهه مليونه دوه لکه امريکايي ډالره په فزيکي ، کيمياوي ، طبي او ادبي ساحوکې ممتازو کسانو ته اوهغو کسانو ته چې د سولې د پاره يې ستر خدمتونه ترسره کړي وي جايزې ورکوي ٠
د نوبيل جايزه د ټولې نړۍ په علمي ساحه کې ترټولو نه معتبره جايزه ده ، نو ځکه هر جايزه ګټونکي ددې جايزې ترلاسه کول خپل فخر بولي ٠