د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د پاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف چه اوس انګلستان ته مسافرت کوی، د دسمبر په شپږمه نيټه د بی بی سی راډيو له خبريال سره د مرکې په بهير کښی وويل چه د تروريزم په ضد اوسنی بين المللی مجادله کښی نه يوازی د تروريستی فعاليتونو سرچينه نده پيدا شوې ، بلکه د دې مجادلې په اثر د نړۍ امنيتی حالات لا خراب شويدی ٠
جمهوررئيس مشرف په مرکه کی دی ته اشاره وکړه چه د تروريزم په ضد اوسنی مجادله يوازی نننی موضوعات په نظر نيسی او د ليری او ستراتيجيکی نظر پر اساس ولاړ نه ده ٠ نو ځکه دا مجادله پوره نده ٠ هغه دا خبره تائيده کړه چه د تروريزم په ضد مجادله کښی بايد په عمده توګه هغې سياسی شخړې او نامساوات حل شی کوم چه د افراط غوښتنې د رامنځ ته کولو علت دی ٠
دغه راز مشرف به په همدې ورځ د انګلستان له صدراعظم بلير سره خبرې اترې وکړی او د تروريزم په ضد د بين المللی مجادلې ، د منځنی ختيځ د سولې د بهير او د افغانستان او کشمير په باب موضوعاتو باندی به مشوره او بحث وکړی٠