د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د چين د خارجه چارو د وزارت نطاقې جانګ چی يوې د دسمبر په اوومه نيټه په بيجينګ کښی په يوه مطبوعاتی غونډه کښی اعلام وکړ چه د چين د صدراعظم ون جيا باو په بلنه به د پاکستان د اسلامی جمهوريت صدراعظم شوکت عزيز د روانې مياشتې له ١٤ نيټې نه تر ١٨ نيټې پوری چين ته رسمی مسافرت وکړی ٠