<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-07 18:17:32    
د نړۍ تبعه نفيس صديق

cri

نفيس صديق په هند کي زيږدلي پاکستاني ښځه ده او د نړۍ د تبعې په توګه بلل کيږي ٠ هغې خپل ټول ژوند د ګردې کرې د نفوسو د کنترول او د ښځو د طبي علاج اود روغتيا ساتنې په چارو کي اچولي دی ٠ د نفيس صديق برياليتوب دا دی چه هغې په کامياب ډول د ټولې نړۍ توجه دغو موضوعاتو ته راجلبه کړيده ٠ هغه تل د ښځو د اړتياوو د رفع کولو لپاره کوشش کوي او خلکو ته بلنه ور کوي چه د ښځينه چارو د انکشاف لپاره د مربوطو پاليسيو په جوړولو او عملي کولو کي د ښځو د برخې اخيستنې اهميت ته پاملرنه وکړي ٠

د نفوسو او انکشاف په بين المللي غونډه کي چه په ١٩٩٤ کال کي د مصر په مرکز قاهره کي جوړه شوي وه ، صديق وويل چه يوازي په دي شرط چه د ښځو اړتياوې پوره کړي شي ، کورنۍ ، ټولنه ، هيواد او حتي ګرده کره په سم په لوري انکشاف موندلي شي ٠

صديق له کوچنيتوب نه مهربان زړه درلود ٠ هغې د کراچۍ په طبي پوهنځي کي د دکتورا علمي درجه واخيستله او وروسته د لوړو تحصيلاتو لپاره امريکې او کانادا ته لاړه ٠ له ١٩٥٤ کال نه تر ١٩٦٣ کاله پوري هغه د پاکستان په نظامي روغتون کي داکتره وه او په ١٩٦٤ کال کي يي د پاکستان د پلان جوړونې کميټې په اړه د طبي علاج اود روغتيا ساتنې د څانګې مسوليت په غاړه واخيست او د پاکستان له حکومت سره يي مرسته وکړه چه د پاکستان د کورنۍ د لارښوونې پنځه کلن پلان يي جوړ کړ ٠

په ١٩٧١ کال کي صديق د مشاورې په حيث د م م د نفوسو په صندوق کي ګډون وکړ او په ١٩٨٧ کال کي يي د م م د نفوسو د صندوق د اجرايوي رييس دنده په غاړه واخيستله او په هغه وخت کي په م م کي د هغې ماموريت تر نورو ښځو نه لوړ و ٠ په م م کي د صديق د عمده وو برياليتوبونو څخه يو دا دي چه د ١٩٩٤ کال په سپتمبر کي يي د مصر په مرکز قاهره کي په کامياب ډول د نفوسو او انکشاف د دريمې بينالمللي غونډې رياست وکړ ٠ د څه د پاسه ١٨٠ هيوادو او سيمو نماينده ګانو په غونډه کي ګډون وکړ او د غونډې اصلي موضوعات نفوس او انکشاف ، د ښځو روغتيا او د نارينه وو او ښځو مساوات وو٠د غونډې له خوا په جوړ شوي شل کلن عملياتي پلان کي د ښځو روغتيا او د ګردې کرې د نفوسو کنترول او انکشاف ته توجه اړول شوي ، نو دا د يوه واټن د نښې په توګه بلل شوي او صديق هم له دي امله د بينالمللي نفوسو او انکشاف د غونډې د معمارې په حيث لقب تر لاسه کړيدی ٠

٧١ کلنه صديق په دي وروستيو کلونو کي خپل قوت د ايدز د ناروغۍ د مخنيوۍ او تداوی په کار کي اچولي دی ٠ هغې ټوله نړۍ دی ته متوجه کړي چه ښځې د ايدز د ناروغۍ له تهديد سره مخامخې دي ٠ د هغو ارقامو له مخي چه د م م په اړه د ايدز د ناروغي په باب د پروګرام د ادارې له خوا خپاره شوي ،د نړۍ له نژديو٤٠ مليونو د ايدز د ناروغانو او د ايدز د ناروغۍ ويروس لرونکو خلکو څخه نيمه برخه ښځې دي او د صحرا په جنوبي سيمو کي په سلو کي اويا د ايدز ناروغان او د ايدز د ناروغۍ ويروس لرونکي ښځې دي ٠ د صديق په نظر ، ددی حالت د بدلولو لپاره تر ټولو نه مهم کار دا دی چه بايد د نارينه وو او ښځو تر منځ مساوات

پرمخبيول شي څو چه ښځې په جنسي ژوند کي د فيصلې حق ولري ٠

د ښځو د ژوندانه د حالت د بدلولو لپاره د کوششونو له امله صديق په ټوله نړۍ کي ستاينه او وياړ تر لاسه کړي او د پاکستان ، چين ، اندونيزيا ، مصر او امريکې په شمول د زياتو هيوادو د حکومتونو او سازمانونو لويي جايزې يي تر لاسه کړيدي ٠