<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-07 18:22:29    
ستاسي ماشومان په کوم حال کي ژوند کوي

cri

که يو ماشوم د انتقاد په حال کي ژوند وکړي ، نو هغه به غندنه زده کړي ٠

که يو ماشوم د دښمني په حال کي ژوند وکړي ، نو هغه به جنګ زده کړي ٠

که يو ماشوم د ويرې په حال کي ژوند وکړي ، نو هغه به خپګان زده کړي ٠

که يو ماشوم د رحم په حال کي ژوند وکړي ، نو هغه به په ځان باندي انتقاد زده کړي ٠

که يو ماشوم د تمسخر په حال کي ژوند وکړي ، نو هغه به شرمندګي زده کړي ٠

که يو ماشوم د حسد په حال کي ژوند وکړي ، نو هغه به حسد زده کړي ٠

که يو ماشوم د رسوايي په حال کي ژوند وکړي ، نو هغه به د جرم د مسوليت احساس زده کړي ٠

برعکس که يو ماشوم د تشويق په حال کي ژوند وکړي ، نو هغه به ځاني اعتماد زده کړي ٠

که يو ماشوم د صبر په حال کي ژوند وکړي ، نو هغه به حوصله زده کړي ٠

که يو ماشوم د ستاينې په حال کي ژوند وکړي ، نو هغه به مننه زده کړي ٠

که يو ماشوم د نورو د تحمل په حال کي ژوند وکړي ، نو هغه به مينه زده کړي ٠

که يو ماشوم په پيژندنه کي ژوند وکړي ، نو هغه به د يوه هدف ټاکنه زده کړي ٠

که يو ماشوم له نورو خلکو سره يو ځاي د ښادۍ ، نيکمرغۍ او ګټوڅخه په برخورداريدو کي ژوند وکړي ، نو هغه به سخاوت زده کړي ٠

که يو ماشوم د صداقت او درستوالي په حال کي ژوند وکړي ، نو هغه به حقيقت او عدالت زده کړي ٠

که يو ماشوم د دوستۍ په حال کي ژوند وکړي ، نو هغه به احساس وکړي چه دغه نړۍ د ژوند ښه ځای دی ٠

که يو ماشوم د صميميت په حا ل کي ژوند وکړي ، نو هغه به په ارام زړه ژوند وکړي ٠