د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی ، د افغانستان منتخب جمهوررئيس حامد کرزی د دسمبر په اوومه نيټه په کابل کښی سوګند وخوړ٠ د چين د حکومت د خاص استازی او د خارجه وزير د مرستيال لی هوۍ په مشرۍ حکومتی هئيت د حامد کرزی د سوګند خوړلو په مراسمو کښی ګډون درلود ٠
حامد کرزی د سوګند له خوړلو نه وروسته يوه وينا وکړه او په هغه کښی يی له افغانستان څخه د بين المللی ټولنې د ملاتړ نه مننه وويله او هيله يی څرګنده کړه چه بين المللی ټولنه دی په راتلونکی وخت کښی په مداومه توګه د افغانستان له بيا ابادۍ او انکشاف سره مرستې وکړې ٠
د امريکې د جمهوررئيس د مرستيال ديک چينی په شمول د نورو بيلا بيلو هيوادونو او بين المللی سازمانونو څه دپاسه يو سلو پنځوسو نماينده ګانو هم په نوموړو مراسمو کښی برخه واخيستله ٠