د چين د بين المللي راډيو دخبريال د خبر له مخې هند او پاکستان د دسمبر په اومه نيټه په نوي ډيلي کې د دواړو خواوو د کشميري مرکزونو د سريناګار او مزافاراباد ترمنځ د بسونو د تګ راتګ د مسئلې په باب د نوي پړاو خبرې اترې وکړې ٠ نوموړي مسئله د هند له خوا د تير کال په اکتوبر کې وړاندې شوې ده ٠ د نوموړي مسئلې په باب د څو پړاو خبرو اترو نه وروسته تر اوسه پوري د مسافرينو د هويت د محدوديت په هکله د دواړو خواوو ترمنځ اختلاقونه لا هم موجودي دي ٠