د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د چين د خارجه چارو د وزارت نطاقې جانګ چی يوې د دسمبر په اوومه نيټه په بيجينګ کښی په يوه مطبوعاتی غونډه کښی وويل چه چين ته د پاکستان د صدراعظم شوکت عزيز رسمی مسافرت به په لا پسی توګه د دواړو هيوادونو د روابطو وړاندی تګ پرمخبوزی٠
نطاقې جانګ چی يوې د يوه خبريال پوښتنې ته د ځواب ورکولو په وخت کښی وويل چه چين ته د شوکت عزيز د مسافرت په موده کښی به د چين صدراعظم ون جيا باو له هغه سره د دوه اړخيزې همکارۍ ته پراختيا ورکولو په باب خبرې اترې وکړی ٠ يقين دی چه دا مسافرت به په لا پسی توګه په بيلا بيلو ساحو کښی د متقابلې ګټې پر اساس د دواړو هيوادونو ترمنځ همکارۍ ته انکشاف ورکړی ٠
نطاقې جانګ چی يوې وويل چه چين او پاکستان عنعنوی دوست هيوادونه دی او د يو بل د احترام ، متقابل اعتماد او له يو بل څخه د ملاتړ پر اساس يی ډيره ټينګه دوستی قايمه کړيده ٠