<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-07 18:56:56    
د سياسی ګوندونو لوبه ٤

cri
ټينګه غوټه وشوه، يوه شپه مو سره په نښه کړه، په هماغه شپه زه د دوو تنو ملګرو سره د نګارې د کور په لوری رهی شولو او د نګارې دپاره مو يو اس هم له ځايه سره بوت. په ډېر ډار او بيم کی د کړکی له لارې وروخټم ور می پرانيست، نګاره می په هماغه نيمه شپه کی راويښه کړه ور ته و می ويل:
--هله زر شه روانيږه!
--نه ځم!
--ولی؟ دا خو تا را سره منلی وه اوس نو ولی پښيمانه شوی؟
--محمود جانه! زه له خپلی ژبی نه يم اوښتی. پلار می بيا خپله عقيده بدله کړه، ځکه ستاسو ګوند ده ته خپله برخه پيسی نه دی ورکړی، نو ځکه يی استعفی وکړه او بيرته خپل پخوانی ګوند ته لاړ. نو اوس ځکه دی ته حاجت نه پاتی کېږی چی سره وتښتو. سبا ګهيځ په ډېره خوشحالۍ پلار ته ورغلم، تر څو چی دوی دواړه په يوه ګوند کی وی، دواده کار زر خلاص شی. کله می چی موضوع پلار ته وويله په خندا شو. تری و می پوښتل:
--پلاره ولی خاندی؟
--اخر ما هم پرون خپل حزب بدل کړ. ځکه وکيل له ما څخه بښنه وغوښته او دا وعده يی را سره وکړه چی هر څه به سم شی، نو ځکه زه هم بيرته خپل ګوند ته راغلم.
تو به خدايه...ګوره...زمونږ واده له څه بنديز ونو سره مخامخ شوی دی. په زړه کی می وويل: اخر يو څو ورځی خوبه دی صبر کړی وای.
د سپين ږيرو زما په حال زړونه وسوځېدل... زما پلار ته ورغلل او په زاری يی ور ته وويل:
--داسی مکړی...خدای به در څخه خفه شی.... دا کار ونه ښه نه دی..چی تاسو دوه ځوانان سره بيلوی.
پلار می ور ته وويل:
--تاسو خو په ديمو کراسی نه پوهېږی...که زه د يوه مخالف ګوند غړی لور خپل زوی ته وکړم ماله خپل ګوند څخه شړی، د لور کړل خو يی اسا نه دی، خو د مخالف ګوند سړی ته سلام اچول لازم نه دی.
--پلار زه ځان وژنم!
د دی پر ځای چی په زړه کی يی رحم راشی په ډېر قهر جنه توګه يی را ته وويل:
--اخر مری خونه... لږ صبر وکړه چی زه له خپل ګوند څخه خپله برخه واخلم، خپله ځمکه په حکومت باندی په ښه بيه خر څه کړم او له حکومت څخه يو لازم مامور ريت تر ګوتو کړم بيا هلته يو فکر کوم.
تر څو چی دا کارونه په سر رسېدل، د بلې دوری د انتخاباتو وار راورسېد پلار ته می وويل:
--